لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ هند دځواکونو ترمنځ دکشمیر په ویشونکې پوله نښته شوې


دپاکستان پوځ وایي د کشمیر په ویشونکې پوله یا لائن اف کنټرول دهندي اؤ پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې چې پکې دهندي عسکرو په ډزو یو عام وګړی وژل شوی اؤ درې تنه ژوبل شوي دي.

پوځ وایي پاکستاني عسکرو په دې نښته کې دهند پوځي پوستې په نخښه کړي اؤ غاښ ماتوونکی ځواب یې ورته ویلی دی خو هند دپاکستاني پوځ دې دعوې ته لا څه ځواب نه دی ویلی.

دجمعې په ورځ دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې تور لګولی چې هندي عسکرو دکشمیر په ویشونکې پوله د اوربند د تړون څخه په سرغړونې کولو په رکهـ چکري اؤ خنجر سیمو پارونکې ډزې کړي دي چې پکې یو عام وګړی وژل شوی اؤ د دوؤ میرمنو په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ وایي هندي عسکرو په سماهني اؤ تري بند کلیو راکټونه اؤ د مارټر ګولې داغلي دي چې ددې په ځواب کې دپاکستان پوځ دهندي عسکرو پوځي پوستې په نخښه کړي دي.

دپاکستان دپوځ په بیان کې نه دي ویل شوي چې په دې نښته کې د دواړو خواؤ پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده که نا خو پاکستاني رسنۍ وایي چې دپاکستان له لوري په دې ډزو هند ته سخت احتجاج شوی دی.

د رسنیو د رپورټونو له مخې دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر دهند لوړپوړی سفارتي چارواکی رابللی اؤ د اوربند دتړون څخه په سرغړونه یې ورته کوټلی احتجاج کړی دی.

دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر له مخې دهند له لوري دبېګناه وګړو په قصدا په نخښه کول دغندنې وړ عمل دی اؤ غواړي چې په داسې کارونو د هند دواک لاندې کشمیر نه دنړۍ پام وګرځوي خو هندي چارواکو دپاکستان دې تورونو ته لا په سمدستي توګه څه ځواب نه دی ویلی خو تر دې دمخه هندوستان په پاکستاني ځواکونو دکشمېر په پوله د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ تورونه لګولي دي.

دپاکستان اؤ هند ترمنځ دکشمیر په ویشونکې پوله کال ۲۰۰۳م کې د اوربند تړون شوی خو ددې تړون باوجود د دواړو هیوادونو ځواکونه اکثر په دغه پوله دیو بل سره نښتې کوي چې تر دې مهاله پکې دواړو خواؤ تا درانه ځاني زیانونه اوښتي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG