لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دتېرو څلور میاشتو په پرتله دکرونا وایرس ریکارډ ۲۳۰۴ نوې پېښې مخې ته راغلي دي،۳۷کسان مړه


پاکستان کې د کرونا وایرس دخوریدو بهیر زیات ګړندی شوی اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې ددغه هیواد دننه د کرونا وایرس نورې ۲۳۰۴ پېښې مخې ته راغلي اؤ ۳۷کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

دتیرو څلورو میاشتو په مهال دا وړومبی ځل دی چې په ۲۴ؤ ساعتونو کې د کرونا دومره زیاتې پېښې مخې ته راغلي دي اؤ په پاکستان کې ورسره د دکرونا دمثبتو پېښو کچه شپږ اعشاریه ۲۴ ته لوړه شوې ده.

پاکستان کې د کرونا وایرس دشمیرو ښودونکې دولتي ویب پاڼې(covied.gov.pk) له مخې په تیر یو شواروز کې د ۳۶زره اؤ ۹۲۳کسانو د کرونا وایرس معاینات شوي چې دې کې ۲۳۰۴کسان په کرونا وایرس اخته ختلي دي.

دهیواد په بیلابیلو برخو کې د کرونا وایرس له امله د ۳۷ نورو کسانو د مړینې سره دغه هیواد کې په کرونا د اخته مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۷۰۹۲ ته رسېدلې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم پاکستان کې ۳۴ کسان په دې وایرس مړه شوی وؤ.

تر دې مهاله پاکستان کې ټول درې لکه ،۵۲زره اؤ ۲۹۶کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې دې کې درې لکه،،۲۱زره اؤ ۵۶۳کسان بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا دڅانګې ماهران وایي پاکستان کې چې د کرونا وایرس دوهمه څپه څومره په بېړه سره خوریږي هغه د اندېښنې وړ ده اؤ حکومت ته به په دې وایرس دقابو موندلو دپاره د کرونا دمخنیوي سپارښتنې عملي کول وي.

روغتیایي ماهرین په خلکو پرله پسې ټینګار کوي چې ماسکونه واغوندي، یو بل نه په مناسبه فاصله پاتې شي، لاسونه دې په صابن وینځی اؤ سینټائزر دې کاروي خو ددې برعکس پاکستان کې سیاسي جلسې کیږي، په دونو،ښادو اؤ نورو دستورو کې په زرګونو خلک یو ځائ کیږي اؤ دغه سپارښتنې نه عملي کوي

XS
SM
MD
LG