لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا په تېزۍ سېوا کيږي، نور 2165 کسان په دې وايرس اخته شوي


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په نورو 2165 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي او 17 ترې مړه شوي دي.

د صحت د څانګې دپاره په وېب پورټل د ورکړی شوؤ شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا وايرس څخه د نورو 17 کسانو مړه کېدو سره د مړو ټوله شمېره 7109 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د دوه زرو نه په زیاتو کسانو کې د کرونا وايرس په داسې وخت کې مالوم شوي چې په ملک کې تېره ورځ هم د دوه زرو نه په زیاتو کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي وو.

له دې وړاندې د جولايۍ په مياشت کې د دوه زرو نه په زياته شمېره کې د کرونا پېښې تاييد شوې وې.

په پاکستان کې تراوسه پورې په درې لکه 54زره461 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او سرکاري شمېرې ښایي چې په کرونا وايرس اخته درې لکه 22زره414 کسان ښه شوي هم دي.

د دې ترڅنګ ويل شوي دا وخت په ملک کې 1316 کسان چې په کرونا وايرس اخته دي روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د کرونا وبا د مخنيوي او انتظام دپاره جوړ ملي مرکز [نيشنل کمانډ اېنډ کنټرول سنټر/ اېن سي او سي] د کرونا وبا دويمې چپې ته په کتو سپارښتنه کړې وه چې په غټو غونډو جوړولو دې بندېز ولګول شي.

د اېن سي او سي مشر اسد عمر ويلي ؤ دوي يو ځل بيا په غټو ولسي غونډو د بندېز سپارښتنه کړې ده ځکه چې د کرونا په مثبتو پېښو کې په تيزۍ سره د زياتوالي د مخنيوي دپاره بيړني ګامونو پورته کولو ته اړتيا لري.

اسد عمر ويلي د اکتوبر د مياشتې د نيمايۍ نه راپدېخوا کله چې اېن سي او سي لومړی د غونډو د بندېز تجويز وړاندې کړی ؤ د کرونا کيسونه نزدې يو په درې سېوا شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG