لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم وايي سبا په ميرانشا کې د ناامنۍ پرضد ولسي غونډه کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي سبا د اتوار/ يکشنبې په ورځ [15نومبر] د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشا کې ولسي غونډه کوي او دغه غونډه په علاقه کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او په چيک پوستو د ناوړه رویې پرضد او خړ کمر د پېښې په یاد کې جوړولی شي.

د پي ټي اېم د شمالي وزيرستان فعال جمال داوړ وايي په شمالي وزيرستان کې بدامني روانه ده، هدفي وژنې کيږي او په چيک پوستو د خلکو سره ناوړه رويه ساتل کيږي پي ټي اېم ځکه د د غو پېښو پرضد دا جلسه کوي.

هغه وويل د دغه جلسې يو هدف د خړکمر د پېښې يادونه هم ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د جلسې د اجازت دپاره يې ځايي انتظاميې ته خواست کړی خو ځواب ورته نه دی ورکړی شوی او وايي ورته ویل شوي د کرونا وبا له امله ورته اجازه نه ورکړل کيږي خو داوړ وايي د وزيراعظم په سوات کې جلسې ته اجازه ورکړی کيږي او دوی ته نه ورکړی کيږي.

وي اوای ډيوه د شمالي وزيرستان د مرستيال کمشنر [ډي سي او] نه په دغه اړه پوښتنه کړې خو هغه ورته ځواب نه دی ويلی او دفتريې منلې چې د پي ټي اېم د جلسې خواست ورته ترلاسه شوی ؤ.

د شمالي وزيرستان د پوليس مشر [ډي پي او] شفيع الله ګنډاپور وايي جلسې ته اجازت ورکول د انتظامیې کار دی او دوی امنيت ټينګ ساتي که دانتظاميې لخوا ورته وویل شو دوی به هر ډول امنيت برابروي.

د پي ټي اېم بل فعال عيد رحمان وايي په سيمه کې د جلسي د خبرتیا دپاره پوره کمپاين شوی تياريانې نيول شوي او ټول مشران يې علاقې ته رسېدلي دي.

پي ټي اېم د روانې میاشتې نومبر په لومړۍ نېټه په ميران شاه کې د جلسې اعلان کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG