لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ګلګت بلتستان کې انتخابات روان دي


د پاکستان د واک لاندې شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې نن په 15م نومبر د اتوار/يکشنبې په ورځ د قانون ساز اسمبلۍ دپاره انتخابات کيږي.

په ګلګت بلتستان کې په 24 چوکو کې په 23 باندې انتخابات روان دي او چارواکي وايي د رايو يا ووټ اچونې عمل د سهار اته بجو نه پېل شوی او تر ماښام پينځه بجو پورې به بې د دمې روان وي.

د ګلګت بلتستان د حکومتي وياند فېض الله فراق په وېنا په ګلګت بلتستان کې نزدې اووه نيم لکه ووټونه درج دي، او نن په 23 چوکو د انتخاباتو دپاره 1161 پولنګ سټېشنې جوړې کړی شوي دي.

ویل شوي د ښځو دپاره 368 جدا، د سړو دپاره 364 او شريکې 428 پولينګ سټېشنې جوړې شوي دي.

که څه هم ويل شوي په 1161 پولينګ سټېشنو کې 418 ډېر حساس ګرځول شوي خو د انتخاباتو دپاره د امنيت چارې پوځ ته نه دي سپارل شوي پوليس او نور ځواکونه په ځای کړی شوي دي.
راپورونه وايي د خېبرپښتونخوا، پنجاب او سيند صوبې څخه پوليس د ډيوټۍ دپاره لېږل شوي دي.

ويل کيږي په ګلګت بلتستان کې په ننيو انتخاباتو کې اصل مقابله د درې ګوندونو د امېدوارانو ترمنځه ده، چې پکې حکومتي واکمن ګوند تحریک انصاف، پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ګوند شامل دي.

د دې درې واړو ګوندونو د څو ورځو نه په ګلګت بلتستان کې ؤ او انتخابي کمپاين يې کولو.

د ګلګت بلتستان ټوله ابادي خواؤشا 15 لکه ده او دا سيمه د کشمير د لانجې او پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ په تناظر کې د پاکستان دپاره جغرافيايي اهميت هم لري او دا د چين، هندوستان، تاجکستان او پاکستان سره شريک سرحدونه هم لري. او د پاکستان چين ترمنځ د لویې اقتصادي راهدارۍ دروازه ګڼل کېږي.

وزیر اعظم عمران خان دغه سيمې ته د عارضي صوبې حثیت ورکولو اعلان هم کړی دى خو د مسلم لیګ ن په واکمنۍ کې د ګلګت بلتستان د اصلاحاتو لپاره د جوړې کړې شوې کمېټۍ مشر سرتاج عزیز تېره میاشت د انګرېزۍ ژبې اخبار دي نېشن کې خپور شوي مضمون کې ليکلي دي چې ترڅو د هېواد د دستور په لمړۍ ماده کې ترميم نه وي راوستل شوی تو تر هغې ګلګت بلتستان يوه قانوني او ائیني صوبه نه شي جوړېدی.

XS
SM
MD
LG