په ډېره اسماعيل خان کې په ګومل پوهنتون کې په څلورو زده کوونکو کې د کرونا وایرس مالومېدو وروسته پوهنتون د 15 ورځو دپاره تړل شوې ده.
د پوهنتون وايس چانسلر افتخار احمد په پوهنتون کې په زده کوونکوکې د کرونا وایرس مالومېده تاييد کړي دي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د کېسونو مخې ته راتلو سره سم روان کلاسونه تړل شوي دي.
او د پوهنتون لخوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي نن د 15م نومبر څخه به د 15 ورځو پورې کلاسونه نه اخستل کیږي او امتحانونو به روان وي.
د پوهنتون د وياند راجه ترمخه د مرستیال کمشنر لخوا په پوهنتون کې د کرونا معاينې شوې وې او په هغو کې په څلورو زده کوونکو کې د کرونا وايرس مالوم شوي وو.
هغه وويل چې کوم امتحانونه روان دي هغه زده کوونکو ته ويل شوي چې د کرونا څخه بچ کېدو دپاره په ټولو لارښوونو عمل کوي.
له دې نه علاوه د کلاسونو تړل کېدو سره نوموړي وويل د پوهنتون هاسټلې هم خوشې کړی شوي دي.
ګومل پوهنتون په داسې حال کې تړل شوی چې په ملک کې د کرونا وایرس دوېمه چپه روانه ده او ورځ تر بلې د کرونا پېښې سېوا کيږي.
په پاکستان کې نن د 15م نومبر پورې د کرونا څخه 7141 کسانمړه شوی دي.