لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د پاکستان پوځ لخوا افغانستان کې د ترهګرۍ مرکزونو په اړه ادعاوې رد کړي 


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو سخت غبرګون کې په افغانستان کې د هند د ترهګرۍ مرکزونو د شتون په هکله د پاکستان د پوځ ادغا رد کړې او د ملګرو ملتونو نه یې غوښتلي، چې په دې اړه پلټنې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ ادعاوې بې اساسه بللي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار تېره ورځ د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یو ګډ خبري کانفرنس کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې مېشت د هند ډیپلوماټیکي نمایندګۍ د پاکستان ضد ډلو ملاتړ کوي.

که څه هم هندوستان تر اوسه پورې د پاکستان لخوا لګول شوي دغه تورونو ته څه ځواب نه دی ویلی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه نومبر ۱۵ پدې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي چې هیڅ کله به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په صراحت سره اعلان کوي چې د تروریزم د یو قرباني په توګه په ټوله نړۍ کې د هر رنګه تروریزم پر وړاندې د مبارزې سیاست ته ژمن دی، او هیڅ کله به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي."

یاد وزارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې هم رد کړي چې ګواکې د ننګرهار ولایت یو قومي مشر ملک (فریدون خان) مهمند یې د پېښور د زارعت پر پوهنتون برید کې لاس لرلو تورن کړی وو.

په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان به په سیمه کې د تروریزم پر ضد ګډې مبارزې او د تروریستانو د تمویل او پناه ورکولو په اړه خپلو نړیوالو هڅو ته هم دوام ورکړي.

کابل ویلي چې د اسلام اباد ادعاوې دي د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو باصلاحیت پلاوي لخوا وڅېړل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند پر داسې مهال دا څرګندونې کړي چې ټاکل شوې په نژدې ورځو کې د دغه هیواد صدراعظم عمران خان هم کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي په داسې حال کې چې عمران خان کابل ته سفر کوي پکار نه وه چې اسلام اباد دا ډول څرګندونې کړي وی.

یادونه: خبر د وي او ای اشنا په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG