لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوښار کاکا صیب سیمه کې دسورلیو ګاډی ګړنګ ته غورځېدلی،اته کسان مړه،۱۱ ژوبل


دخېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په کاکا صیب سیمه کې د سورلیو دیو ګاډي ګړنګ ته دغورځېدو پېښه کې د میرمنو په ګډون اته کسان مړه شوي اؤ ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو د ګل په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دغه ګاډي دکاکا صیب سیمې نه نوښار چاوڼۍ ته سورلۍ وړلې چې په لاره کې د ډرائیور څخه په بې قابو کیدو یو ګړنګ ته وغورځېدو.

دپېښې سره سم دنوښار نه مرستندویه فعالین دپېښې سیمې ته رسیدلي اؤ سرچینې وایي چې مړي اؤ ژوبل شوي کسان یې دنوښار روغتون ته رسولي دي.

سرچینې وایي په مړه کې دوه میرمنې اؤ شپږ سړي شامل دي اؤ ۱۱تنه نور ژوبل شوي هم دي چې پکې د دوؤ کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.

دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی محمود خان په دې پېښه د خفګان څرګندؤنه کړې اؤ اړوند چارواکو ته یې امر کړی چې پېښه کې ژوبل شوؤ کسانو ته د صحت غوره اسانۍ ورکړي.

وزیراعلی دخپلې خواخوږۍ په یو پیغام کې ویلي چې هغه په دې پېښه سخت دردیدلی اؤ په پېښه کې د مړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو د کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک ګڼي.

پاکستان اؤ په ځانګړي ډول دخیبر پښتونخوا غرییزو سیمو کې وخت په وخت دسړکونو دخراب حالت له امله دغسې پېښې مخې ته راځي چې تر دې دمه پکې په سوونو کسانو خپل ژوند بائیللی دی.

تیره اوونۍ هم دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دیوې زرنج رکشې نهر ته د ځورځېدو په پېښه کې ۲۲کسان مړه شوي وؤ.

همدغه شان دمانسهرې د شنکیارۍ سیمې په سم الهي منګ کلي کې تیره اوونۍ یو جیب ګړنګ ته غورځېدلی ؤ چې پکې دیوې میرمنې په ګډون پینځه کسان مړه شوي اؤ څلور نور سخت ژوبل شوي وؤ.

دخیبر پښتونخوا صوبې زیاتره غرییزې سیمې د سړکونو اسانتیاوې نه لري اؤ په غرونو کې په تنګو اؤ کچه لارو خلک په جیپونو اؤ‌ ډاټسنو کې سفرونه کوي چې زیاتره وخت دغه ګاډي له غرونو خوئېږي اؤ مرګ ژوبله پکې رامینځته کیږي.

څېړونکي پاکستان کې د سیوا شوؤ ټرافیکي پېښو علتونه د خرابو سړکونو ترڅنګ د زړو اؤ بېکاره شوؤ ګاډو چلند، دبې تجربې اؤ نشه یي ډرائیورانو په لاس ګاډي چلول اؤ په ټرافیکي اصولو عمل نه کول هم ښایي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG