لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:داسرائیل په رسمیت منلو دپاره پاکستان دامریکې فشارونو سره مخ دی


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي چې داسرائیل په رسمیت د منلو دپاره پاکستان د امریکې د لوري د سخت فشار سره مخ دی خو پاکستان ته تر هغې دا پرېکړه ممکن نه ده ترڅو چې فلسطین مطمئین کړل شوی نه وي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دمنځني ختیز په چارو دنظر لرونکې یوې ویب پاڼې مډل ایسټ ایي دیو رپورټ په حوالې ورکولو سره ویلي عمران خان دغه څرګندونې تیره اوونۍ دسیمه ییزې میډیا سره دخبرو په مهال کړي دي.

د ویب پاڼې د راپور له مخې عمران خان ویلي د ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې پاکستان د سختو فشارونو سره مخ ؤ ترڅو اسرائیل په رسمیت ومني.

راپور کې راغلي کله چې د وزیراعظم عمران خان څخه وپوښتل شول ایا داسرائیل په رسمیت دمنلو په اړوند کوم بل اسلامي هیواد هم دپاکستان په څېر دفشار سره مخ دی نو هغه وویل “مونږ دا خبرې نه شو کولی ،دهغوئ سره مونږ ښې اړېکې لرو”

عمران خان په دغه مهال ویلي اسلام اباد به د فلسطین په اړوند د جناح په پل رون وي اؤ ترڅو چې عرب برخې ته انصاف نه وي ورکړل شوی پاکستان به یهودي ریاست په رسمیت نه قبلوي.

تر دې وړاندې داګست په میاشت کې هم دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زاهد حفیظ چوهدري مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې پاکستان د اسرائیل په رسمیت دمنلو په هیڅ یو وړاندیز غور نه کوي.

داګست میاشت کې متحده عرب امارات اسرائیل سره خپلې اړېکې ځائ ته راوستې اؤ ددغه هیواد په رسمیت دمنلو اعلان یې کړی ؤ چې له هغې وروسته په ۱۵م ستمبر بحرین اؤ بیا ورپسې دریم اسلامي هیواد سوډان اسرائیل سره داړېکو ځائ ته د راوستلو اعلان کړی ؤ.

له دې اسلامي هیوادونو وړاندې مصر په کال ۱۹۷۹ اؤ اردن په کال ۱۹۹۴ کې اسرائیل سره دسولې په تړونونو لاسلیکونه کړي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG