لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان سپر ليګ فاينل د کراچۍ لوبډلې ګټلی


د پاکستان سپر ليګ [ټي ټيونټي] د پينځم پړاؤ پای لوبه يا فاينل کې د کراچۍ کنګ لوبډلې ګټلې د لاهور قلندر ته یې ماتې ورکړې ده.

دا لومړی ځل دی چې د کراچۍ کنګز لوبډلې د پي اېس اېل اتلولي وګټله.

د پي اېس اېل پينځم پای لوبه [د نهې په شپه 17 نومبر] په کراچۍ کې وشوه، چې پچه/ ټاس يې د لاهور لوبډلې ګټلی او لومړی بيټنګ یې کړی په 20 اوورونو کې يې 134 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د کراچۍ کنګز لوبډلې ټاکلی هدف په 19م اوور کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو پوره کړو.

دا دواړه لوبډلې په لومړي ځل فاينل ته رسېدلې وې.

د پي اېس اېل څلور وروستۍ سيالۍ د مارچ په میاشت کې د کرونا وبا له امله وروسته کړی شوې وې.

د پاکستان کرکټ بورډ ويلي ؤ کومې څلور سيالۍ چې پاتې شوي هغه به په 14، 15 او 17 نومبرکولی شي.

په دې سيالو کې د (کواليفائر) پړاؤ دپاره د پېښور زلمي، ملتان سلطان، لاهور قلندر او کراچۍ کنګز لوبډلې رسېدلې وې.

په پي اېس اېل پينځم کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډي اېټرز، اسلام اباد يونائيټډ، ملتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچۍ کنګز لوبډلې شاملې وې.

له دې وړاندې د پي اېس اېل اتلولي دوه ځله د اسلام اباد لوبډلې او يو يو ځل د پېښور او کوټې لوبډلو ګټلي وې.

XS
SM
MD
LG