لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنسي تورونو لارډ نذير د برتانيې د برني ايوان څخه ويستلو سپارښتنه، هغه استعفا ورکړې


لارډ نذیر
لارډ نذیر

پاکستاني برتانوي لارډ نذير د برتانیې د برني اېوان څخه وروسته له هغې استفا ورکړې چې د پارليمان لخوا په هغه د جنسي تيريو د تورونو پلټنيزې کمېټۍ د هغه د پارلیمان څخه ويستلو سپارښتنه کړې وه.

د راپورونو ترمخه دا لومړی ځل دی چې د برتانيې د برني اېوان څخه د يو غړي د ويستلو پرېکړه شوې ده.

د لارډ نذیر په اړه چې کومې کمېټۍ پلټنې کړي، په رپورټ کې يې ویلي، لارډ نذير د اېوان د قاعدو سرغړونه کړې او د شکايت کوونکې ښځې سره یې جنسي اړيکې جوړې کړي باوجود د دې چې هغه خبر ؤ چې شکايت کوونکې بې وسه ده.

لارډ نذير چې د پاکستان د انتظام لاندې کشمير سره یې تعلق دی په برتانوي برني اېوان کې یې 20 کاله تېر کړي دي.

د پلټنيزې کمېټۍ د رپورټ ترمخه 43 کلنې طاهره زمان په لارډ نذير باندې تور لګولی ؤ چې درې کاله وړاندې هغې د لارډ نذير نه د پوليس په يوه معامله کې مرسته غوښتې او هغې ورسره جنسي اړیکې جوړول نه غوښته، خو کمېټي وايي د هغې باوجود ورسره هغه جنسي اړيکې جوړې کړې وې.

د راپورونو ترمخه طاهره زمان ویلي د لارډ نذير سره یې جنسي اړیکې جوړې شوې وې او بيا دغه تعلق وروسته له هغې ختم شو چې د طاهره زمان په خبره لارډ نذير ورته د خپلې ښځې پرېښودو څخه انکار کړی ؤ.

طاهره زمان بيا د لارډ نذير خلاف د دارالامرا کمشنر ته شکايت کړی ؤ.

راپورونه وايي طاهره زمان په تازه رپورټ د خوشالۍ څرګندونه کړې چې هغه انصاف ته مېلاؤ شو خو لارډ نذير ویلي په هغه بې بنياده تورونه لګېدلي او د کمېټۍ د رپورټ د فېصلې پرضد به د يورپ د بشري حقونو عدالت ته ځي.

لارډ نذير په کال 2018م کې د پاکستان سفر کړی او د وزيراعظم عمران خان سره یې ليدلي ؤ او دواړو د پاکستان په نړیواله کچه د اړيکو جوړولو په سر خبرې اترې کړې وې.

په لارډ نذير او د هغه په دوه وروڼو په کال 2019م کې د کم عمره هلکانو او جينکو سره د جنسي تيريو تورونه هم لګېدلې وو.

د ډان د رپورټ ترمخه د يادو تورونو په اړه د روان کال په جنورۍ کې د پلټنو ویل شوي چې اورېدنې به یې کیږي خو د کرونا وبا له امله به دا اورېدنې اوس په جنورۍ 2021 کې پېل شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG