دپاکستان دسترې محکمې جج قاضي فائز عیسی وایي دا مهال هیواد کې هر لوري ته مشین ګنې(ټوپکونه) په نظر راځي ایا که چرې څه وشي نو په دې ټوپکو به ولس ویشتل کیږي؟
هغه ویلي که چرې خیبر پښتونخوا صوبه کې دبلدیاتي ټاکنو په لړ کې په ائين عمل ونکړل شو نو دصوبې دحکومت په ضد به دعدالت دسپکاوي کارروایي کولی شي.
دشورو په ورځ ستره محکمه کې خیبر پښتونخوا کې دحکومتي قوانینو په ځېنو مادو دعملدرامد په اړوند دیوې دوسیې اوریدنې په وخت صوبه کې دبلدیاتي ټاکنو ځنډیدو په خبره قاضي فائز عیسی پوښتنه راولاړه کړې ده چې د۱۴میاشتو دتېریدو باوجود صوبه کې بلدیاتي ټاکنې تر اوسه ولې ونه کړل شوې؟
دسترې محکمې جج ویلي” پرې به نه ږدو چې د ولس دحقونو څخه سرغړونه وشي، دصوبایي حکومت وکیلان ولې ویریږي اؤ د حکومت د ژغورلو هڅې کوي”
هغه هیواد کې دغټانو دپاره په وي ایي پي کلتور هم نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي” هرلوري ته د وي ایي پي کلتور په اساس لارې تړل شوي ښکاري ایا دمدینې ریاست داسې وي”
دمدینې ریاست د وزیراعظم عمران خان هغه نعره ده چې نوموړي دټولټاکنو په مهال ویلي وؤ دپاکستان نه به دمدینې په څېر په انصاف ولاړ ریاست جوړوي خو دهغه مخالفین وایي اوس عمران خان پخپله دغه ژمنه کې پاتې راغلی دی.
پخپلو څرګندونو کې دسترې محکمې جج قائز فائز عیسی ویلي “په کشمیر د الیکشن خبرې کوي خو په صوبه کې بلدیاتي ټاکنو نه ډډه کوي، ایا په صوبه کې ولس څه حقونه نه لري؟”
وروستو عدالت د خیبر پښتونخوا سترڅارنوال،الیکشن کمیشن اؤ دخیبر پښتونخوا سرکاري وکیل ته د نوټسونو په جاري کولو سره ددې دوسیې نوره اوریدنه تر۱۵م دسمبر وځنډوله.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې دبلدیاتي ټاکنو په اساس دمنتخب شوؤ ولسي استازو د واکمنۍ موده سرته رسېدلې اؤ دتیرو څوارلسو میاشتو راهسې په لاندې کچه ولسي استازي دخپلو منصبونو نه کوز شوي خو د ۱۴میاشتو تیریدو باوجو صوبه کې نوې بلدیاتي ټاکنې نه دي شوي.