لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېنډۍ: ماشومانو سره جنسي تيري کوونکي سهېل اياز ته درې ځله پانسي اورول شوي


د پاکستان د پېنډۍ [راولپنډۍ] يو عدالت د ماشومانو سره د جنسي تيريو په تور کې نيول شوي سهېل ایاز نومې تن په جرم ثابتېدو درې ځله د پانسۍ/ تېزندۍ او درې ځله د عمر بند سزا اورولې ده.

سهېل ایاز په برتانيه او اټلي کې د ماشومانو سره د جنسي تیريو په تور سزاوار شوی او بيا دغو هېوادونو راشړلی ؤ، هغه تېر کال په پېندۍ کې نيول شوی او ویل شوي ؤ ایاز په خېبرپښتونخوا کې د منصوبه بندۍ محکمې ته مشورې ورکولې او درې لکه روپۍ تنخوا يې اخسته.

راپورونه وايي د پېنډۍ اډيشنل سيشن جج جهانګیر ګوندل سهېل ایاز ته سزا اورولې چې په هغه د ماشومانو سره د جنسي تیريو ترڅنګ، د هغو د اغوا کولو او د هغو د ويډيوز جوړولو تورونه ثابت شوي دي.

ایاز ته د پانسۍ او عمر بند د سزا سره شپږ لکه روپۍ جرمانه هم اورول شوې ده. او د هغه شريک ملګري خرم طاهر [کالو] ته اووه کاله بند او یو لک روپو جرمانه اورول شوې ده.

عدالت په اورولې فېصله کې ويلي سهېل ایاز دې تر هغې وخته په دار وځړول شي چې ساه ترې ووځي. عدالت ويلي د دغه ډول جرم کوؤنکو دپاره سختې سزاګانې پکار دي.

د پېنډۍ پوليسو تېر کال په 12م نومبر د سهېل ایاز د نيولو ويلي ؤ چې سهېل ایاز د ماشومانو د هغې نړيوالې ډلې غړی دی چې د ماشومانو لوڅې ويډيو خپروي، او هغه په 2009م کال کې د برتانيې نه شړل شوی او بيا راغلی په پېنډۍ کې دېره شوی ؤ.

پوليسو د دغه تن ويډيو خپره کړې او ويلي يې ؤ چې دې تن د 30 ماشومانو سره د جنسي تيريو کول منلي دي.

د پولیس په وېنا ایاز به ډارک وېب چلولو، ويل کیږي په انټرنېټ په ډارک وېب غېرقانونه دندې کيږي او دې پاڼې ته هر څوک په اسانه رسايي هم نه شي کولی.

پوليسو ويلي ؤ د تورن تن د کور نه يې د ماشومانو لوڅې ويډيوز او عکسونه ترلاسه کړي د هغه لېپ ټاپ، موبايل او کېمره يې د نورو پلټنو دپاره د پلټنو ادارې اېف ايي ای ته لېږلي دي.

د پېنډۍ پوليسو سهېل اياد پېنډۍ په روات علاقه کې د يو تن په خواست نيولی ؤ.

XS
SM
MD
LG