لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک لبیک مشر خادم حسین رضوي په لاهور کې مړ شوی دی


واشنګټن – په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ډلې تحریک لبیک (ټي ال پي) مشر خادم حسین رضوي په لاهور کې د ۵۴ کلونو په عمر د زیارت یا پنجشنبې په شپه مړ شوی دی خو د هغه د مړینې سبب تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.‌

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د تحریک لبیک ویاند حمزه ویلي،‌ چې د تحریک لبیک مشر د تېرې ورځې راهیسې تبه او د ساه اخېستلو ستونزه لرله.

هغه زیاته کړه، چې رضوي په خپله مدرسه کې وه چې د زیارت یا پنجشنبې په ماښام یې روغتیايي حالت خراب شو او ژر تر ژره په اقبال ټاون کې فاروق روغتون ته ورسول شو، چېرې چې هغه له رسېدو سره سم مړ وبلل شو.

د تحریک لبیک زیات ملاتړي‌ د هغه د استوګنې له ځای سره چې ملتان روډ باندې دی راټول شوي دي.

له رضوي څخه یوه ښځه،‌ دوه ځامن او درې لورګانې پاتې شوي دي.

خادم حسین رضوي د وروستي ځل لپاره د اسلام اباد په فیض اباد څلور لاري که د هغو زرګونو ملاتړو ترمنځ راښکاره شوی وو چېرې چې هغوی په فرانسه کې د اسلام د پیغمر د خاکې د چاپولو پرضد پرلت کړی وو.

تحریک لبیک خپل پرلت د ګل یا دوشنبې په ورځ له حکومت سره د مذاکراتو وروسته پای ته ورساوه.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د هغه د مړینې له امله خپل تسلیت وړاندې کړی.‌

په ورته وخت کې د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري هم د تحریک لبیک د مشر په مړینې باندې خواشیني څرګنده کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG