لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جو بایډن په جورجیا ایالت کې هم وګټله


واشنګټن – جوبایډن جورجیا وګټله او ددغه ایالت ۱۶ انتخاباتي رایې یې راخپلې کړې چې دا د ډیموکراټانو لپاره یوه زبردسته بریا ده.

دغه ګټه د الیکټرول کالجونو د شمېر له پلوه بایډن له ولسمشر ټرمپ څخه نور هم مخکې کوي.

بایډن د نومبر په اومه نېټه هغه مهال د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی وو چې پېنسلوېنیا، مشېګن او وېسکانسن ایالتونه یې له رېپلېکنز څخه خپل ځان ته واړول.

اوس د بایډن د انتخاباتي رایو شمېر ۳۰۶ او د ټرمپ ۲۳۲ دي.

ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې جیورجیا له ډیموکراټې هېلري کلنټن څخه په پنځو فیصدو ګټلې وه.

په ۲۰۲۰ کال کې ډیموکراټانو په دغه ایالت باندې ډېر زیات تمرکز درلود

جیورجیا له ۱۹۹۲ کال راهیسې د ډیموکراټانو د ولسمشرۍ کاندید ته رایه نه ورکړې.

XS
SM
MD
LG