لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 2016م کې د پاکستان د مسافرو د الوتکې د غورځېدو زمه وار انجينیران وو، رپورټ


په پاکستان کې په کال 2016م کې د ملک د قامي هوايي کمپنۍ [پي ايي ای] د مسافرو د الوتکې د غورځېدو زمه وار انجينيران ګرځول شوي دي.

د ځاي ميډيا ترمخه د يادې پېښې په اړه پلټنيز رپورټ سيند هايکورټ ته وړاندې کړی شوی دی.

په رپورټ کې ویل شوي دي په پلټنو کې مالومه شوې چې ياده پېښه د الوتکې د يو انجن د خرابېدو او ځینې تکنيکي مسلو له امله شوې وه.

د مسافرو ياده الوتکه چې په اووم دسبمر 2016م د چترال نه اسلام اباد ته روانه وه د خېبرپښتونخوا د غرييزې سيمې حويليا سره نزدې غورځېدلې وه او سواره 47 کسان پکې مړه شوي وو.

په رپورټ کې ویل شوي چې په هوا کې اول د الوتکې يو انجن کار پرېښودی او بيا پکې نورې خرابۍ راغلې وې، ويل شوي نورې خرابۍ د الوتکې د د الوتنې نه وړاندينۍ وې.

په ياد رپورټ کې پي ايي ای ته ویل شوي چې د څار او خوندیتوب نظام ښه کېدو ته اړتیا لري او ورسره د روزنې د نظام نور پياوړي کولو سپارښتنه شوې ده.

د روان کال په 22م مې هم د پي ايي ای د مسافرو يوه الوتکه په کراچۍ کې غورځېدلې چې پکې 97 کسان مړه شوي وو.

د پاکستان د هوابازۍ وزير غلام سرور خان ویلي ؤ په کراچۍ کې د (پي ايي ای) د غورځېدلې الوتکې د لومړي پلټنيز رپوټ ترمخه د الوتکې د غورځېدو زمه وار پايلټان او د کنټرول عمله وه، د پايلټانو پام په پرواز او کوزېدو نه ؤ او کنټرولر ورته ځينې سم مالومات هم نه ؤ رسولي.

هغه قامي اسمبلۍ ته د الوتکې د غورځېدو د پلټنو رپورټ وړاندې کړی او ويلي يې ؤ په کراچۍ کې غورځېدلې د مسافرو الوتکه د الوتنې دپاره په بشپړ ډول برابره وه هيڅ ډول تکنيکي ستونزه يې نه لرله.

په پاکستان کې د پايلټانو د اتحاديې (پالپا) عمومي سېکتر عمران نارېجو په کراچۍ کې د غورځېدلې الوتکې په اړه د سرور خان وړاندې کړی شوی رپوټ رد کړی او ويلي يې ؤ دا بشپړ رپوټ نه دی او خامۍ لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG