د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن د خالي/ شنبې په سهار په بېلابيلو برخو کې 14 راکټې توغول شوي چې پکې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت طارق ارين راکټي بريدونه تاييد کړي او د مرګ ژوبلو يې ویلي دي.
هغه په ټویټر ویلي، "دا راکټونه په برج برق چهار قلعه، کوچه طاهري، نعمت پلازا، سلام پوهنتون سره نزدې، چهار راهي ګل سرخ، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، سپین زر جاده، دوهمه حوزه کې ملي ارشیف ته نزدې او په 11 امنیتي حوزه او نورو سیمو کې لګېدلي دي."
د يادو راکټي بريدونو په اړه نور جزيات نه دي شريک کړی شوي.
طلوع نیوز د صحت د عامې روغتيا د وزارت له خوا ويلي په راکټي بريدونو کې پينځه تنه وژل شوي او 21 ژوبل شوي دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پر کابل ښار د توغندیو ویشتل د دوی کار نه دیَ
هم نن سهار د کابل چهل ستون او ختیځ څرخي پله اړونده یوه سیمه کې پر موټرو پورې نښل شوي ماینونه چاودلي.
په دواړو پېښو کې د امنیتي کسانو موټرونه په نښه شوي. د چهل ستون چاودنه مرګ ژوبله نه لري، خو د څرخي پله چاودنه کې یو کس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.