لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:نښته کې یو پوځي اؤ څلور وسله وال وژل شوي،دوه عسکر ژوبل


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپوځ اؤ واسله والو ترمنځ نښته شوې چې دپوځ د وینا ترمخه په دې نښته کې څلور وسله وال اؤ یو پوځي سرتیری وژل شوي اؤ دوه عسکر ژوبل شوي هم دي.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې د اتوار په ورځ ویلي دغه نښته د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې تیره شپه هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې دترهګرو په ضد عملیات ترسره کول.

پوځ وایي اطلاع یې ترلاسه کړې وه چې سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې دغلته ورسیدل اؤ دترهګرو نه یې ګیره چاپیره کړه نو هغوئ پرې ډزې پیل کړې.

دپوځ بیان کې راغلي چې دسرتیرو ځوابي ډزو کې څلور ترهګر وژل اؤ د وسله والو ډزو کې دصدام په نوم یو پوځي وژل شوی خو په بیان کې د وسله والو پېژندګلو نه ده په ډاګه شوي چې دغه ترهګر څوک وؤ اؤ د کومې ډلې سره یې تړاؤ لرلو.

پوځ وایي دوه سرتیري یې په نښته کې ژوبل شوي هم دي.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په قبائیلي ضلعو شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې په پوځ د بریدونو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ دوه ورځې وړاندې هم دجنوبي وزیرستان په پش زیارت سیمه کې د پوځ په یوه پوسته برید کې دوه عسکر وژل شوي اؤ یو ژوبل شوی ؤ.

په جنوبي وزيرستان کې تېره مياشت هم په يو وسله وال بريد کې دوه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

په وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې تیره اوونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزيرستان په مرکز میرانشا کې یوه ستره ولسي جلسه کړې وه او په سيمه کې يې د هر ډول بدامنۍ د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو د څېړنې اداره فاټا ريسرچ سنټر وايي په کال 2020م کې د کال 2019م په پرتله په قبايلي ضلعو کې په تشدد او هدفي بريدونو کې د 30 نه تر 40 فيصده پورې زياتوالی راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG