لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د کرونا څخه نور 34 تنه مړه، عمران خان خان وايي که د پي ډي اېم جلسې کيږي مکمل لاک ډاؤن به وکړي


په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه نور 34 تنه مړه شوي او په نورو 2756 کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي. وزيراعظم عمران خان وايي که د پي ډي اېم جلسې روانې وي د خلکو ژوند په خطره کې اچوي نو دوی به په مکمل لاک ډاؤن کولو مجبوره وي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې د کرونا څخه د 34 د مړه کېدو سره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 7696 ته رسېدلې ده.

ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 1677 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

وزيراعظم عمران خان د مکمل لاک ډاؤن خبرداری ورکړی او ویلي يې دي، "په پاکستان کې د کرونا وایرس دوېمه چپه د اندېښنې وړ ده، په تېرو 15 ورځو کې په ونټيلېټرو د ناروغانو شمېره سېوا شوې، په پېښور او په ملتان کې 200 فيصده، په کراچۍ کې 148، په لاهور کې 114 او په اسلام اباد کې 65 فيصده سېوا شوې ده".

هغه ويلي په اسلام اباد او ملتان کې موجودو وېنټيلېټرو کې په 70 فيصده ناروغان پراته دي. په نړۍ کې د کرونا دوېمه چپه روانه ده او ډېرو ملکونو مکمل لاک ډاؤن کړی دی.

هغه زياته کړې "په پاکستان کې د پي ډي اېم [د حکومت د 11 مخالفه ګوندونو تحریک] جلسې روانې ساتي او د خلکو ژوند په خطره کې اچوي که د دې له امله کېسونه سېوا کېدل دوام لري څنګه چې دوی ويني، نو دوی [حکومت] به مجبوره وي چې مکمل لاک ډاؤن وکړي او د نتيجو زمه وار به يې پي ډي اېم وي".

عمران خان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پي ډي اېم پرون په 22م نومبر په پېښور کې غټه ولسي غونډه کړې ده.

پي ډي اېم له دې وروسته په 30م نومبر په ملتان او په 13م دسمبر په لاهور کې د جلسې اعلان کړی او په جنورۍ کې يې اسلام اباد ته د لانګ مارچ کولو ويلي دي.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، په [17 نومبر] د مخالفه ډلو د مشرانو د غونډې وروسته ویلي ؤ، د پي ډي اېم تحریک به نور چټکولی شي او د کرونا په لړ کې چې د پي ډي اېم په جلسو د بندېز خبره کيږي دوی د حکومت دغه خبره ردوي او جلسې به یې په ټاکلو نېټو کيږي.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ دپاره جوړ شوی تحریک دی.

ياد غورځنګ وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به تحریک دوامداره ساتي.

پي ډي اېم پرون د پېښور په جلسه کې هم په حکومت، پوځ او استخباراتي ادارو نيوکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG