لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: دوه قبيلې د درېو کالو راهسې يو بل ته وسله په لاس په مورچو کې ولې ناستې دي؟


په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې د دوه قبيلو [خدي او مچي خېلو] ترمنځ د درېو کالو راهسې په ځمکه نه يواځې شخړه روانه ده بلکې دا دواړه قبيلې يو بل ته په مورچو کې ناستې او د یو بل پرضد درنه او سپکه وسله کاروي.

ځايي انتظاميه او اتمانزۍ جرګه وايي د شخړې هوارولو هڅه کوي.

شېرالله خان وزیر چې د شمالي وزیرستان د خدي مچي خېلوعلاقې اوسېدونکی دی وايي د خدي او مچي خېلو قبيلو ترمنځ دا شخړه د جايداد په سر روانه ده او پکې مرګ ژوبلې هم اوښتې دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د دغه شخړې له امله د علاقې ځمکو ته اوبه بندې دي او شاړې پرتې دي او د علاقې د خلکو ژوند يې سخت اغېزمن کړی دی.

نن د دغه شخړې پرضد په ميرعلي کې احتجاجي مظاهره هم شوې او غوښتنه پکې شوې چې صوبايي او مرکزي حکومت او انتظاميه دې د دغه شخړې د هواري دپاره ګامونه پورته کړي.

دا احتجاجي مظاهره چې ځايي خلکو کړې د مظاهرې يو ګډون وال عادل داوړ وايي، په دې شخړه کې د تېرې يوې مياشتې راهسې درنې او سپکې وسلې کاريږي، ځکه دوی يې د هوارولو غوښتنه کوي چې ریاست دې راشي او د خلکو نه دې دا مورچې خالي کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو مشر صمد خان وايي درې ورځې وړاندې علاقې ته ورغلي د قبيلو ترمنځ يې خبره کړې او د درې ورځو ډزبندي يې پرې کړې وه خو نن د دغو درېو ورځو پوره کېدو نه وړاندې ډ‌زې بيا روانې شوي دي.

هغه وويل د اتمانزو جرګې ته بيا دا واک ورکړی شوی چې دغه شخړه هواره کړي. هغه دا تور هم لګوي چې په علاقه کې درنې او سپکې وسلې د يو سازش لاندې کارول کيږي.

د اتمانزو جرګې يو غړی مولانا رشيد وايي دوی د نن سهار راهسې د دواړو قبيلو سره د تماس هڅه کوي خو دواړه قبيلې بيا مورچو ته ورغلي دي، هغه وويل ځايي انتظاميه هم د دوی سره په تماس کې ده او د خبرو کوششونه کوي خو يوه ستونزه ورته دا پېښه ده چې په دوی کې يوه قبيله عدالت ته تللې ده.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنرشاهد علي وي اوای ډیوه ته ويلي ډزې روانې دي خو داسې نه دي چې عادي ژوند يې اغېزمن کړی او دوی هڅه کوي چې زر تر زره دا مسله هواره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG