لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د کورونا واکسین ښايي ډیسمبر کې ځینو ته ورکړل شي


د نړۍ هېوادونو د کورونا واکسین د وېشلو د پلانونو په اړه کار پیل کړی، او جرمني‌ او امریکا تیاری نیسي چې ځینو خلکو ته په راتلونکې میاشت کې واکسین ورکړي.‌

د جرمني د روغتیا وزیر ینز شپېن د یکشنبې یا اتوار په ورځ خبریالانو ته وویل، د دې دلیل شته چې خوشبینه اوسو چې په اروپا کې به د دې کال له پای څخه مخکې یو واکسین تصویب شي او ژر وروسته به د واکسین ورکولو بهیر پیل شي.

په امریکا کې د لومړنیو پلانونو له مخې، ځینو خلکو ته ښايي د ډیسمبر تر دولسمې نېټې پورې واکسین ورکړل شي چې دا د فایزر واکسین د کتنې څخه دوه ورځې وروسته نېټه ده.

د شلو صنعتي هېوادونو یا G20 مشرانو ژمنه کړې چې په ګډه به په دې کار کوي چې غریبو او بې چاره خلکو ته واکسین ورسوي.

په امریکا کې به روغتیايي کارکونکو ته چې له کورونا څخه سخت ځپل شوي دي په لومړي پړاو کې واکسین ورکړل شي.

د برتانوۍ ورځپاڼې ده ګارډین او د کایسر د ګډې څېړنې له مخې، په امریکا کې کابو ۱۴۰۰ روغتیايي کارکونکي په کورونا باندې مړه شوي دي چې یو په دریمه برخه یې نرسان وو.

راپور زیاتوي، چې اکثره نور روغتیايي کارکونکي دا مهال له ناروغۍ، ضربې او ستړیا سره لاس او ګریوان دي.

د جراحۍ یو نرس ګارډین ته ویلي دي، چې د کورونا وایرس په لومړنیو دوو میاشتو کې ده دومره مړي په خلطو کې اچولي چې د خپل کار په تېرو ۲۵ کلونو کې یې نه وو کړي.

جېم جېنټل وايي، مونږ اکثره اوس له روحي فشارونو سره مخ یو.

د جان هاپکنیز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې دا مهال تر ۵۸ میلیونو زیات خلک په کورونا باندې اخته شوي دي.

امریکا بیا هم د کورونا له ۱۲ میلینو پېښو سره تر نورو مخکې ده او ورپسې بیا په هند کې نهه میلیونه او په برازیل کې د کورونا شپږ میلیونه پېښې دي.

دغه وایرس په نړۍ کې ۱.۳ میلیونه کسان مړه کړي دي چې د څلورمې برخې څخه زیات یې په امریکا کې دي.

بل لوري ته که څه هم د کورونا ناروغي په زیاتېدو ده خو بیا هم هر کس د واکسین اخېستلو ته لیواله نه دی.

د اېپساس ادارې لخوا په نړۍ کې د یوې تازه سروې له مخې، ۷۳ فیصده خلکو ویلي چې دوی به واکسین کوي چې دا شمېره په اوړي کې څلور فیصده زیاته وه.

راپور زیاتوي، د واکسین د اخېستلو قصد له ۱۵ څخه په ۱۰ هېوادونو کې کم شوی دی چې تر ټولو زیات یې په چین، استرالیا،‌ هسپانیې او برازیل کې کم شوی.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د خالي یا شنبې په ورځ د کورونا د انټي باډۍ درملنې ته د بیړنۍ کارولو لپاره اجازه ورکړې هغه چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي وو له هغه سره یې له کورونا څخه په ښه کېدو کې مرسته کړې.

د رېجنېران په نامه د درمل جوړونکې کمپنۍ وايي، چې د دوی لخوا د انټي باډۍ څخه جوړ شوي درمل به د جنورۍ تر لومړۍ اونۍ پورې کابو دوه لکه ناروغانو ته تیار شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG