لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي انتخابات په ظاهره جو بايډن ګټلي، د اقتدار د منتقلۍ اجازه ورکړی شوې


د امریکې د عمومي خدماتو انتظامي ادارې [جنرل سروسز اېډمنسټرېشن/ جي اېس ای] ويلي په ظاهره د درېم نومبر د امريکې انتخابات جوبايډن ګټلي دي.

او صدر ډانلډ ټرمپ يادې ادارې ته د اقتدار د انتقالولو د تیاريانو لارښوونه کړې خو ورسره یې ویلي خپله مبارزه به جاري ساتي.

جي اېس ای د امریکا د عمومي خدماتو هغه انتظامي اداره ده چې د نورو مرکزي ادارو سره مرسته کوي او د اقتدار د منتقلۍ زمه واري لري.

د جي اېس ای مشرې ايميلي مرفي نوي ټاکل شوي صدر جوبايډن ته په خط کې ویلي چې د هغه د ګټې فېصله هغې د قانون ترمخه او بې د فشاره کړې ده.

هغې زياته کړې په دغه لړ کې پرې د سپينې ماڼۍ يا د بل کوم ځای يا ادارې څخه هیڅ فشار نه ؤ.

ويل شوي مرفي د بايډن د ګټې خبره په داسې حال کې کړې چرته چې صدر ټرمپ ووټونه چېلنج کړي او په دغه کوشش کې پاتې راغلی چرته چې د دواړو کانديدانو سخته مقابله وه.

د مشي ګن رياست انتخابي چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ د جو بايډن د ګټې ويلي دي، د ټرمپ انتخابي کمپاين د نورو رياستونو سره په مشي ګن کې هم د درغلۍ تورونه لګولي وو.

صدر ټرمپ ويلي امریکايي ګټو ته په کتو يې ايمیلي مرفي او د هغې ټيم ته لارښوونه کړې چې د اقتدار د منتقلۍ دپاره د قانون ترمخه کار پېل کړي او خپل ټيم ته يې دغه ډول لارښوونه کړې ده.

بل لور ته نوي منتخب صدر جو بايډن د خپلې کابينې په جوړولو لاس پورې کړی دی.

د امریکې د نوي صدر د څوګند پورته کولو دپاره 20م جنوري 2021 ټاکل شوې نېټه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG