لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور:پولیس وایي د ترهګرۍ ضد پولیسو په تاڼه یې دځانمرګي برید هڅه کې یو ترهګر وژلی


پولیس وایي دپنجاب په سرښار لاهور کې یې دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو په تاڼه د ترهګرو دځانمرګي برید هڅه شنډه کړې اؤ یو ترهګر یې وژلی دی.

د دوشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو د ترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو د ویاند له خولې ویلي ځانمرګي غوښتل چې دلاهور په برکي روډ د سي ټي ډي تاڼې ته ننوځي اؤ دغلته ځانمرګي برید وکړي.

ویاند ویلي کله چې پولیسو ددغه ځانمرګي څخه د هغه دپېژندګلو غوښتنه کړې نو هغه په پولیسو ډزې پیل کړي خو دپولیسو په ځوابي ډزو کې ترهګر وژل شوی دی.

دپولیسو ویاند دعوه کړې ده چې د وژل شوي ترهګر د ولکې څخه یو خودکش جیکټ اؤ دوه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي خو وایي چې تر دې دمه د ترهګر پېژندګلو نه ده شوې ده.

خو بل لوري ته دپاکستاني طالبانو تحریک دعوه کړې ده چې دغه برید هغوئ دپولیسو په یو بس کړی دی چې له امله یې بس کې ناست ټول پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي خو ازادو سرچینو دطالبانو ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

دطالبانو دتحریک ویان محمد حراساني پخپل یو بیان کې دپاکستان پوځ،دهغې ملاتړو ادارو اؤ حکومتي غړو ته خبرداری ورکړی دی چې دهغوئ بریدونه به دوامداره وي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په قبائیلي سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې اؤ د اتوار په ورځ هم پوځ پخپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې یې دعملیاتو په مهال څلور ترهګر وژلي دي.

پوځ منلې وه چې په دغه مهال وسله والو سره نښته کې یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دې برید یوه اوونۍ وړاندې جنوبي وزیرستان کې دامنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کې دوه پوځیان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG