لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نېټو: موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو


Afghanistan

واشنګټن ـــ په افغانستان کې د نېټو ځواکونو عمومي مشر جینز سټولټنبرګ ویلي، اتحاد به یې د خپلو دفاع وزیرانو د فرورۍ میاشتې په راتلونکې غونډه کې دا پرېکړه کوي چې په افغانستان کې د خپل روزنیز میشن یا کار په اړه څه پرېکړه وکړي.

ډي پي اې خبري ایجنسۍ د هغې لیکلې وینا له مخې- چې جینز سټولټنبرګ د نومبر پر 23مه د نېټو په یوه غونډه کې کړې- لیکلي دي، "موږ به له ډېرې مشکلې پرېکړې سره مخ کېږو"، نوموړي پر مخ زیاته کړې:

"چې [په افغانستان کې] پاته شو او د خپل دوامداره پوځي فعالیت قیمت ادا کړو او که لاړ شو او دا خطر ومنو چې خپلې لاسته راوړنې وبایلو او د سولې بهیر ته زیان ورسېږي".

ښاغلي جینز سټولټنبرګ دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې تېره اوونۍ د امریکې د حکومت تلونکې کابینې اعلان وکړ، امریکا به په افغانستان کې د خپلو پوځونو اوسنی شمېر له 4,500 څخه 2,500 ته را کم کړي.

سټولټنبرګ د امریکې له خوا د دې اعلان په غبرګون کې ویلي "د نېټو میشن به روان وي او موږ به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو".

امریکایي ځواکونه دا مهال په افغانستان کې د طالبانو او نورو اسلامي وسلوالو ډلو د ځپلو لپاره په داسې وخت کې د افغان حکومت او ځواکونو کلک ملاتړ کوي، چې وسلوال اوس هم هره ورځ پر امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کوي.

په افغانستان کې د نېټو جنرل سیکرټري جینز سټولټنبرګ تېره اوونۍ په خپله یوه وینا کې په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د کمولو په ضد خبرداری ورکړی وو، چې وایي دا کار کولای شي افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په مرکز بدل کړي.

دې خبرې هم اندېښنه را پارولې چې کېدای شي بنیادپرست طالبان د سولې د ممکنه تړون یا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کنټرول په لاسه کولو سره بیا واکمن شي، چې وایي له دې سره به څه نه څه لاس ته راغلي بشري حقونه او د نجونو د تعلیم حق بیا وبایلل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر مشر فیلیپو ګرانډي د نومبر پر 23مه په جنېوا کې د افغانستان په اړه د ډونر کانفرنس په پرانیستونکې غونډه کې خبرداری ورکړ، چې نړیواله ټولنه "که له دې هېواد سره مرستې بندې کړې" دا به "ویجاړوونکې نتیجې" ولري.

نېټو او ملګرو ملتونو په داسې وخت کې دا اندېښنې څرګندې کړې دي چې لا هم د طالبانو له خوا په افغانستان کې د پرله پسې بریدونو له کبله په بین الافغاني خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېو درې ورځې وړاندې بیا په قطر کې د طالبانو پر مشرانو ږغ کړی چې دایمي ډزبندي وکړي.

XS
SM
MD
LG