لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کورونا واکسین په برخه کې وروستي معلومات


واشنګټن - د استرالیا هوايي شرکت کوانتس وايي، دوی به په راتلونکې کې له نړیوالو مسافرو څخه له سفر مخکې د واکسین کولو ثبوت وغواړي تر څو پرواز وکړي.‌

دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې یوې بلې درمل جوړونکې کمپنۍ هم د کورونا واکسین په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی.

د کوانتس مشر د استرالیا رسنیو ته د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې د واکسین کولو د ثبوت وړاندې کول به په راتلونکې کې نړیوالو مسافرو ته اړین وي او زیاته یې کړه، "ددې لپاره چې ایا په کورنیو پروازونو کې به هم ددې اړتیا وي، په دې اړه به ګورو چې څه کېږي."

هغه د واکسین د ثبوت وړاندې کولو په اړه وویل، "زه فکر کوم چې دا به یو عام کار وي، په نړۍ کې د نورو هوايي شرکتونو له همکارانو سره هم پرې خبرې کوو."

د نوموړي له دې تبصرې څخه جوتېږي چې ځینې کمپنۍ به د خپلو کاروبارونو د مخکې بیولو لپاره څنګه له خلکو د واکسین کولو ثبوت غواړي او د هغو کسانو په وړاندې به حقوقي ننګونې رامنځ ته کړي چې ددې تګلارې سره مخالف دي.

دا تبصرې په داسې حال کې شوي چې د اسټرا زېنېکا درمل جوړونکې کمپنۍ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل،‌ چې په برتانیه او برازیل کې د کوېډ ۱۹ د واکسین له کلنیکي ازموینې ښکاري چې دغه واکسین د کورونا وایرس په وړاندې په لوړه کچه اغېزناکه دی او رضاکاره اخیستونکي یې له روغتون او د کورونا له سخت حالت څخه بچ پاتې شوي دي.

برتانیه مېشته دغه کمپنۍ وايي، چې دغه واکسین په ټولیزه توګه ۷۰ فیصده اغیزناک دی، خو د دوو ډوزونو ترمنځ اغیز کې یې توپیر شته او هغه داسې چې یو یې ۹۰ فیصده او بل یې ۶۲ فیصده اغیزناکه دی.

اسټرا زېنېکا د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "نور معلومات به راټول شي او نورې څېړنې به ترسره شي، د اغیز او د اغېز د دوام په اړه به یې شمېرې نورې هم ښه شي."

په اکسفورډ پوهنتون کې مشر څېړونکي پروفیسور انډریو پولارډ په یو بیان کې وویل، "له دې لاسته راوړنو څخه دا څرګندېږي چې مونږ یو اغیزناک واکسین لرو چې د ډېرو خلکو ژوند به وژغوري."

اسټرا زېنېکا دا هم ویلي، چې "دوی به د واکسین د بیړني وېش لپاره د روغتیا له نړیوالې ادارې څخه هم لېستونه ترلاسه کړي تر څو په غریبو هېوادونو کې هم د واکسین ورکولو بهیر ګړندی وي."

فایزر او مډرنا درمل جوړونکو کمپنیو هم د واکسین د وروستیو ازمېښتونو پایلې اعلان کړي او ویلي یې دي چې نېږدې ۹۵ فیصده اغېزناکه دي.

هېوادونو د کورونا واکسین د وېشلو پلانونه جوړ کړي. جرمني او امریکا تیاري نیسي چې په راتلونکې میاشت کې ځینې خلکو ته واکسین ورکړي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینز شپېن د یکشنبې یا اتوار په ورځ خبریالانو ته وویل، "د خوشبینۍ لپاره دلیل دی" چې په اروپا کې به واکسین له نوي کال څخه مخکې تصویب شي او ژر وروسته به ترې د واکسین ورکولو بهیر پیل شي.

په امریکا کې به د لومړنیو پلانونو له مخې، ځېنو خلکو ته د ډیسمبر په ۱۲ نېټه واکسین ورکړل شي چې دا نېټه دوه ورځې وروسته له هاغې ده چې د امریکا د خوړو او درملو اداره د فایزر د واکسین په اړه کتنه کوی.‌

په امریکا کې به روغتیايي کارکونکي چې له کورونا څخه تر بل هر چا زیات ځپل شوي لومړی واکسین ترلاسه کړي.

د یو بل خبر له مخې، برتانیې ویلي، دوی به د ډیسمبر په منځ کې یو نوی سیستم وړاندې کړي په کوم کې به چې له خطره ډکو هېوادونو څخه راتلونکي مسافر له پنځه ورځو قرنطین وروسته د کورونا ټیسټونه اخلي او که منفي شي نو بیا به خوشې کېږي.

د برتانیې هوايي شرکت ویلي، "دغه تګلاره سم لوري ته یو مهم ګام دی."

په امریکا کې روغتیايي چارواکو له امریکایانو غوښتي چې د شکرانې یا د تېنکس ګېوېنګ ډې په ورځ دې په کورونو کې پاتې شي، ځکه په دغه هېواد کې د کورونا پېښې په زیاتېدو دي.

د جان هاپکنیز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ګرده نړۍ کې تر ۵۹ میلیونو زیات کسان په کورونا اخته شوي دي.

یواځې په امریکا کې پرې تر ۱۲ میلیونو زیات کسان اخته دي او بیا په ترتیب سره په هندوستان کې نهه میلیونه او په برازیل کې شپږ میلیونه کسان پرې اخته دي.

د کورونا وایرس له امله په نړۍ کې نېږدې ۱.۴ میلیونه کسان مړه شوي دي چې تر څلورمې برخې زیات یې په امریکا کې دی.

XS
SM
MD
LG