لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین ولسمشر د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې


واشنګټن - د چین ولسمشر شي جینپینګ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ته د نومبر په دریمه نېټه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا لپاره مبارکي ورکړې ده.

د چین د شینوا خبري رسنې د راپور له مخې، ولسمشر شي هیله څرګنده کړې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به ښې شي.

د امریکا او چین اړیکې څلور کاله مخکې د ډانلډ ټرمپ له ولسمشر کېدو راهیسې د سوداګرۍ، کورونا وایرس او ټکنالوژۍ په اړه مسلو له امله ډېرې خرابې شوې دي.

له د ولسمشر شي له خولې ویل شوي، چې "د چین او امریکا د روغو او پایداره اړیکو له جوړېدو سره نه یواځې ددغو دواړو هېوادونو ګډو ګټو ته ګټه رسوي بلکه د نړیوالې ټولنې عامې تمې هم ورسره پوره کېږي."

د چین ولسمشر همدارنګه هیله څرګنده کړې ده، چې دغه دوه ستر اقتصادونه به په ګډه کار وکړي چې خپل توپیرونه شاته پرېږدي او "له نورو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره لاسونه ورکړي تر څو د نړۍ سوله او پرمختګ ورسره وده وکړي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت بایډن ته له ټاکنو لس ورځې وروسته او له نورو متحدینو څخه نېږدې یوه اونۍ وروسته مبارکي ورکړه په داسې حال کې چې ټرمپ د ټاکنو پایلې چلنج کولو ته دوام ورکړی که څه هم ګڼو محکمو په رایه ورکولو کې د درغلیو او بې نظمیو دعوا بې بنسټه بللي.

کله چې ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې ټاکنې ګټلې وې نو ولسمشر شي ورته له ټاکنو یوه ورځ وروسته د مبارکۍ پیغام استولی وو.

د شینوا خري رسنۍ د راپور له مخې، همدارنګه د چین مرستیال ولسمشر وانګ قېشان مرستیالې ولسمشرۍ کمېلا هېرېس ته د منتخبې مرستیالې ولسمشرۍ په توګه مبارکي ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG