لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فوټبال د نړۍ عظیم لوبغاړي مېراډونا له نړۍ سترګې پټې کړې


واشنګټن ــــ د جنوبي امریکې د ارجنټاین هېواد د فوټبال نومیالي لوبغاړي ډیاګو مېراډونا نن د 60 کلنۍ په عمر د زړه د دورې له کبله له نړۍ سترګې پټې کړې. ارجنټاین د هغه پر مړینه درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

مېراډونا په نړیواله کچه په فوټبال کې د خپلې بې مثاله لوبې او تکړه توب له کبله ډېر زیات شهرت درلود او د خپل هېواد په ګډون په نوره نړۍ کې هم ډېر عظیم فوټبالر ګڼل کېده.

مېراډونا په روانه میاشت کې د ماغزو د یوه رګ عملیات هم کړي وو، خو وکیل یې وایي نن یې بیونس ایرس نومي ځای کې پخپل کور کې پر زړه دوره راغلې چې له کبله یې هغه مړ شوی دی.

مېراډونا هغه وخت زیات شهرت وموند چې په 1986م کال د فوټبال په نړیوال ټورنمنټ کې یې ارجنټاین ته کامیابي ور په برخه کړه او کپ یې وګاټه. ده د کېپټن په توګه په دې لوبه کې داسې بېسارې لوبه وکړه چې د فوټبال په تاریخ کې مثال ګڼل کېږي.

د هغه ټورنمنټ په یوه کوارټر سیمي فاینل یا نیمه پایلوبه کې مېراډونا د انګلېنډ په وړاندې لوبه کې دوه ګولونه کړي وو، چې یو ګول یې نندارچیان حیران کړي وو، هغه ګول ده په لاس کړی وو او وروسته یې داسې اعتراف کړی وو:

"په دې ګول کې څه د میراډونا سر او څه د خدای لاس وو".

مېراډونا د فوټبال په څلورو نړیوالو سیالیو کې د ارجنټاین په استازیتوب لوبېدلی دی، چې په هغوی کې یې د خپلې ملي لوبډلې لپاره 91 لوبې وکړې او په دغو لوبو کې یې ټول 34 ګولونه وکړل.

مېراډونا له فوټباله تر ریټایر کېدو وروسته د یوې لوبډلې روزونکی هم پاته شوی دی، خو د بېلابېلو ناروغیو له کبله وخت په وخت په روغتونونو کې بستر شوی او د زیاتو شرابو د څښلو له کبله یې د ځیګر په ناروغۍ هم اخته شوی وو او یو ځل پخوا هم د زړه ناروغه شوی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG