لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي کمپاين د نومبر د دېرشمې نېټې نه پيل کېږي


پېښور ــــ د پوليو د مخنيوي د کمپاين وياند ډاکټر رانا محمد صفدر وايي په دې کمپاين کې به شاوخوا دوه لکه پينځه اتيا زره د پوليو نه د مخنيوي څاڅکي ورکوونکي برخه اخلي کوم چې به تر پينځه کالو عمر والا درې کروړه پينځه نیوي لکه ماشومانو ته د پوليو نه د مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي.

نوموړی وايي د کرونا وبا له امله په ۲۰۱۹م کال کې د پوليو مخنيوي کمپاين ته ډېر تاوان رسېدلی دی او هم د دې له کبله په هېواد کې ۱۴۷ ماشومان يا خو د دې ناروغۍ له امله معذوره شوي دي او يا يې ژوند له لاسه ورکړی دی. رانا صفدر وايي:

"د کرونا له امله چې کوم کمی دی د هغې لپاره په اګست، ستمبر او اکتوبر مياشتو کې په لويه پېمانه کمپاين وچلول شو، له هغه وروسته تر ډېره حده دغه کمی پوره شوی دی. د نومبر په مياشت کې د کمپاين کارکوونکو لپاره هم خصوصي ګامونه پورته کېږي چې پکې د هغوی لپاره تربيت هم شامل دی چې داسې هغوی هم د کرونا نه بچ پاتې شي او ماشومان هم بچ وساتل شي."

رانا صفدر له مور او پلاره هم دا خواست کوي چې په دې سختو حالاتو کې د پوليو مخنيوي څاڅکي اچوونکي د هغوی تر کورونو ورځي بايد مور پلار ورسره مرسته وکړي.

د پوليو رنځ او طبي کارپوهان:

د اسلام اباد پولي کلينک روغتون يو ډاکټر نويد الله مسود وايي پوليو يو داسې خطرناک رنځ دی چې روغ انسان معذوره کړي او بيا په ټولنه کې ورته ژوند کول ګران شي. دا وايرس د سخا اوبو يا د خوراک څښاک له لارې خورېږي. د ډاکټر نويد الله په وینا د پوليو وايرس يوه داسې بلا ده چې تر کلونو ژوندۍ وي او د دې نه د بچ کېدلو يواځينۍ لار هم د دې واکسين يا قطرو بيا بيا استعمال دی.

د ناروغۍ نخښې:

ډاکټر نويد الله مسود وايي کله چې دا وايرس په يو چا اثر وکړي نو د هغه لومړی تبه شي يا یې هډوکي درد کوي. دا وايرس ځکه خطرناک دی چې يو ځل وجود ته ننوځي نو بيا د هډوکو نه تر مازغو ورسي او د وجود حرکت کوونکي ځايونه لکه پټې کمزورې کوي چې زيات اثر يې په پښو کېږي.

ډاکټر نويد الله زياتوي چې دا رنځ په اسانه لګېږي او بيا دا وايرس ختمول ګران دي، د دې نه مرګ هم راتلی شي. د دې رنځ بنيادي وجه د سخا اوبو استعمال يا که په اسانه وويل شي نو د صفايۍ خيال نه ساتل دي. چې کومو ماشومانو ته دا قطرې ورکړل شي نو بيا يې اثر ممکن نه دی. هغه وايي دا وايرس له نړۍ ختم شوی دی خو له بده مرغه اوس هم په پاکستان او افغانستان کې موجود دی.

دا وايرس ولې نه ختمېږي؟

د دې وايرس د نه ختمېدلو ډېرې وجې دي او د ډاکټر نويد الله په وينا يوه وجه يې دا هم ده چې ځينې سيمې داسې هم دي چې د وايرس په ضد واکسين يا قطرې نه وي ورکړل شوي او له کبله یې دا وايرس تر نورو ورسېږي.

د پوليو کارکوونکي دې کمپاين ته څنګه ګوري؟

د تېرو شپږو کالو نه د پوليو ورکر په توګه کارکوونکې عذرا جاوېد وايي د ۳۰م نومبر نه پېل کېدونکی د دې کمپاين لپاره يو ورځنی تربيت ورکړل شوی دی چې پکې ځانګړي موبايل ګاډي په اړه هم اګاهي ورکړل شوې ده. نوموړې وايي په بنيادي توګه اووه ورځنی کمپاين دی چې پکې به پينځه ورځې کور په کور د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي او بيا دوه ورځې به د هغو ماشومانو لپاره وي څوک چې د دې قطرو نه پاتې شي.

د پوليو ښکار ماشومان:

د سوېلي وزيرستان د محمد روښان ۱۰ کلن زوی د پوليو رنځ ښکار دی او اوس يې يوه پښه لنډه ده چې له کبله یې هغه ته په ګرځېدلو کې ستونزه ده. نوموړی وايي:

"چې کله خپل زوی د هغه د عمر ماشومانو سره وينم نو زړه مې درد وکړي چې نور ماشومانو څومره په خوشحاليو خپل کارونه کوي او بلال چې دغه ګوري نو لا خفه شي. د يو پلار په حېث دا ډېر ګران کار دی چې د خپل ماشوم په رنګ ماشومان په لوبو وينم او زما زوی ګوډ ګوډ ګرځي."

په پاکستان کې د پوليو رنځ:

د ۲۰۱۵م نه تر دې دمه په پاکستان کې ۳۱۵ د پوليو د رنځ کېسونه رپورټ شوي دي چې پکې تر ټولو زيات ۱۶۷ په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلي دي.

د پوليو د مخنيوي قامي پروګرام له خوا جاري شوو شمېرو ترمخه د خېبرپښتونخوا نه وروسته تر ټولو زيات د پوليو د رنځ پېښې په سیند صوبه کې ۷۵ رپورټ شوي دي. دا شمېر په بلوچستان کې ۴۷، په پنجاب کې ۲۵ او ګلګت بلتستان کې يو دی.

په خېبرپښتونخوا کې په ۲۰۱۶م کې ۱۰، ۲۰۱۷م کې يو، په ۲۰۱۸م کې ۸، په ۲۰۱۹م کې ۹۳ او په ۲۰۲۰م کې تر اوسه ۲۲ د پوليو د رنځ پېښې رامنځ ته شوي دي.

XS
SM
MD
LG