لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: هيله ده بايډن به د افغانستان د سولې په لړ کې د ټرمپ تګلاره دوامداره وساتي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان هيله څرګنده کړې چې د امریکا منتخب صدر جوبايډن به د افغانستان د سولې په لړ کې د صدر ډانلډ ټرمپ تګلاره دومداره وساتي.

نوموړي د شورو/چارشنبې په ورځ نړیوال اقتصادي فورم ته د ويډیو لنک د لارې په وېنا کې د صدر ډانلډ ټرمپ ستاينه کړې چې دا د نوموړي غټه کاميابي ده چې د افغانستان د سولې خبرې يې بيا پېل کړي دي.

عمران خان وويل، "یو چا له ما نه د صدر ټرمپ د لاسته راوړنو په اړه پوښتنه وکړه، ما وويل په افغانستان کې کلونه وروسته د سولې خبرې بيا پېل کول د هغه غټه لاسته راوړنه ده. ټرمپ په دغه لړ کې غټ کار کړی دی".

هغه ویلي په افغانستان کې د سولې د خبرو پرته بله لار نشته.

نوموړي هيله څرګنده کړې چې جو بايډن به په افغانستان کې د صدر ډانلډ ټرمپ کړي ښه کارونه په شا ونه غورځوي.

هغه وويل پاکستان د امريکا او طالبانو خبرو ته په کښېنولو کې مهم رول لوبولی دی، او بيا بېن الافغاني خبرې پېل شوې، خو نوموړي ورسره په افغانستان کې په تشدد سېوا کېدو اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې د منځنۍ اسيا سره د افغانستان د لارې د سوداګرۍ خبره کړې او ویلي يې دي د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سيمه چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ډېره ځپل شوې که په افغانستان کې سوله راځي دا قبايلي به ترې ګټې پورته کړي.

عمران خان د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ ستاينه په داسې وخت کې کړې او د امریکا د نوي منتخب صدر جو بايډن څخه يې هيله څرګنده کړې چې نوموړي په 19م نومبر د کابل سفر کړی ؤ.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د عمران خان د سفر په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کېدو ستاينه کړې او ويلي يې ؤ، "مونږ د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د مثبت پرمختګ هرکلی او ډاډګېرنه یې کوو".

خليلزاد ویلي که د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبت پرمختګ " عملي کيږي نو دا به په سیمه کې د سولې او پرمختيا دپاره مخ په وړاندې تګ موقع برابره کړي".

وزیراعظم عمران خان نړیوال اقتصادي فورم ته په وېنا کې په پاکستان کې د کرونا دوېمې چپې خبره هم کړې ده چې په ملک کې يې د کرونا دوېمه چپه روانه ده خو ورسره یې ویلي مکمل لاک ډاؤن يا ټولبند ځکه نه شي کولی چې ملک يې د دې توان نه لري چې صنعتونه او کاروبارونه وتړي.

هغه ويلي ملک يې يو د هغو خوش بخته هېوادونو څخه دی چې د کرونا د مخنيوي په لړ کې يې اصلاحات کړي او د هغې په نتيجه کې يې د ملک اقتصاد سم لور ته راوستی دی.

خو ورسره یې ويلي د کرونا د لومړۍ چپې په مقابله کې دې ځل له خلک په احتياطي تدابيرو ډېر عمل نه کوي.

XS
SM
MD
LG