لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د شکرانې له ورځې وروسته د کورونا د زیاتو پېښو اټکل شوی


واشنګټن – د امریکا د الاباما روغتون چارواکي وايي، دوی د شکرانې یا تېنکس ګوېنګ ډې څخه وروسته د کورونا د ناروغانو زیاتوالي ته تیاری نیولی.

په الاباما کې د روغتونونو د ټولنې مشر ډاکټر ډان ویلیمسن وايي، "له معجرې پرته، مونږ به د ډیسمبر په نیمايي کې د حالاتو زښت زیات خرابوالی ووینو."

په الاباما کې په دې وروستیو کې د کورونا په پېښو کې د ریکارډ په توګه زیاتوالی راغلی او یواځې ۱۴۰۰ کسان په دې اونۍ کې په روغتونو کې بستر شوي دي.

په منځنۍ توګه په دې ورځو کې په یاد ایالت کې له کورونا څخه تر ۲۴ کسانو پورې مړه کېږي.

په ټوله امریکا کې د کورونا ورستی حال:

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د مې میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې موندل شوي دي چې شمېر یې نېږدې دوه لکو ته رسېږي او په دې شمېر کسان په دغه هېواد کې د هېڅ وبا پر وخت نه وه اخته شوي.

همدارنګه، د شورو یا چهارشنبې په ورځ ۸۹۰۰۰ کسان د کورونا له امله په روغتونو کې بستر شوي وو او اوس د تېنکس ګوېنګ له رخصتو وروسته د لا زیاتې شمېرې وېره څرګنده شوې ده.

دغه راز چارواکو د کورونا د څپې د ورو کولو لپاره په ګڼو ایالتونو کې محدودیتونه لګولي خو د امریکا سترې محکمې د یو موقتي حکم له مخې، نیویارک له دې منعه کړی چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو لکه عبادت ځایونو کې دې د ګډونوالو ټاکلی شمېر وټاکي.

په نورې نړۍ کې د کورونا حال:

په جنوبي کوریا کې هم چې یو وخت د کورونا د خپرېدو مرکز ګڼل کېده یو ځل بیا د کورونا پېښې زیاتې شوې دي او د مارچ د میاشتې راهیسې یې د لومړي ځل لپاره په ورځ کې د کورونا له ۵۰۰ زیاتې پېښې رپوټ کړي.

د کورونا په پېښو کې دغه زیاتوالی یوه میاشت وروسته له هاغې راغی چې حکومت یې په سوېل او شاخوا سیمو کې د لګېدلو محدودیتونو د نرمولو پرېکړه وکړه.

دغه محدودیتونه په اګسټ میاشت کې لګول شوي وو او په روانه اونۍ کې یې حکومت پرېکړه وکړه چې یو ځل بیا به یې ځای پر ځای کړي.‌

اخوا روسیې، د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یوه ورځ کې د زیاتو پېښو راپور ورکړی چې ۲۵۴۸۷ ته رسېږي. له دې سره په دغه هېواد کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر نېږدې ۲.۲ میلیونو ته ورسېده.

همدارنګه په دغه هېواد کې د ریکارډ په توګه په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۴ کسان هم مړه شوي دي.‌

په جرمني کې له ۴۰۰ نویو مړو سره په دغه هېواد کې د کورونا له امله د مړو شمېر تر ۱۵۰۰۰ واوښت.

په ګرده نړۍ کې د کورونا تر ۶۰.۴ میلیونو زیاتې پېښې او تر ۱.۴ میلیونو زیاته مړینه رپوټ شوې ده.

په امریکا کې په کورونا باندې د مړو شمېر ۲۷۰۰۰۰، برازیل کې ۱۷۰۰۰۰، هند کې ۱۳۵۰۰۰ او مکسیکو کې ۱۰۳۰۰۰ ته رسېدلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG