واشنګټن – د هندوستان پوځ وایي، په هندي کشمیر کې یاغیانو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دوه هندي سرتیري کې وژلي دي.
اسوسېټېډ پرېس د هندي پوځ د ویاند راجېش کالیا له خولې لیکلي، چې یاغیانو د سرېنګر ښار په څنډو کې د پوځ په یوې ګزمې باندې ډزې کړي چې دوه سرتیري پکې سخت ټپي شوي وو چې بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د ترهګرۍ ضد پولیسو او سرتېرو د برید کونکو پرضد پلټنې پیل کړې دي.
یاغي ډلې د ۱۹۸۹ کال راهیسې د هندي واکدارۍ پرضد جګړه کوي. تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغه برید په غاړه نه ده اخېستې.
هند او پاکستان دواړو کشمیر په خپلو کې سره وېشلی او دواړه د ټول کشمیر دعوا کوي.
زیاتره مسلمان کشمېریان د یاغي ډلو ملاتړ کوي د کشمېر د دواړو برخو په یوځای کېدو کې که هغه د پاکستان تر واک لاندې وي او یا د یو خپلواک هېواد په توګه پاتې شي.
د کشمیر په شخړه کې په لسګونو زرو ملکي وګړي، یاغیان او حکومتي ځواکونه وژل شوي دي.
هندي پوځ دا هم ویلي، چې پاکستاني عسکرو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په هندي اهدافو باندې راکټونه توغولي او هندي سرتېرو ورته ځواب ویلي خو د پوځ په بیان کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. د پاکستان پوځ د هندي پوځ ددې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د نومبر په ۱۳ نېټه د هندي او پاکستاني سرتېرو د توپونو د ډزو په تبادله کې نهه ملکي وګړي او شپږ سرتېري له دواړو غاړو نه وژل شوي وو.
د مرګ ژوبلې دغه شمېر په وروستیو کلونو کې په یوه ورځ کې له لوړو شمېرو څخه دی.