لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: د "اېف ډبلیو او" څلور کار کوونکي په ډزو وژل شوي دي


د شمالي وزیرستان په میرعلي کې نامالومو وسله والو د "اېف ډبليو او" ادارې څلور کار کوونکي خواریکښ په ډزو وژلي دي.

د شمالي وزيرستان د پوليس مشر [ډپي پي او] شفيع الله ګنډاپور وي او ای ډيوه سره په شريک کړي خبر کې ویلي، دغه پېښه تېر ماښام د ميرعلي تحصيل د کهجوري چيک پوستې سره نزدې شوې ده.

دغه علاقه چې د ډزو پېښه پکې شوې او څلور تنه پکې وژل شوي د اېپي هوټل په نوم ياده ده.

د پېښې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

د پوليس په خبر کې د وژل شوؤ پېژندګلو شوې وژل شوی عابد حسېن د اېبټ اباد، سيد ظفر عباس د ډېره اسماعيل خان، احمد سيد د ګوجرانوالې او نور فراز د ميرعلي سره تعلق لري.

د وژل شوؤ مړي د پوسټ مارټم يا طبي څيړنې دپاره د میرعلي روغتون ته وړل شوي او پولیس علاقه په ګېره کې اخستې د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې د يوت اف وزیرستان غړی وقار داوړ وايي دا تازه پېښه په داسې ځای کې شوې چې دا ځای اباده يا د امنيت علاقه ګڼل کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دې پېښې او دغه ډول پېښو چې په وروستيو کې زياتې شوي خلک يې سخت د اندېښنې ښکار کړي دي چې په علاقه کې دامنيت دعوې شوي او کيږی خو بيا دا پېښې څنګه وشي؟.

په وزیرستان کې وخت په وخت د بدامنۍ د پېښو سره د هدفي وژنو دغه ډول پېښې مخې ته راځي.

پينځه ورځې وړاندې پوځ ویلي ؤ په سپين وام علاقه کې په يوه نښته کې څلور وسله وال او يو پوځي سرتيری وژل شوي وو.

تېر د اکتوبر په مياشت کې په يوه ورځ کې د شمالي وزيرستان په خېسور کې يو ځايي مشر او بل تن په دته خېل تحصيل کې نامالومو کسانو په ډزو وژلي وو.

په شمالي وزیرستان کې په 15 نومبر پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه کړې او په دغه جلسه کې يې په علاقه کې د امنيت او نورو غوښتنو سره د هدفي د وژنو د مخنيوي غوښتنه هم کړې وه.

په وروستيو کې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو څلور جرګې شوي او دوی هم په علاقه کې د بدامنۍ په پېښو اندېښنې څرګندې کړي او د امنيت غوښتنې يې کړې وې.

XS
SM
MD
LG