لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان اؤ افغانستان کې په کرونا وایرس د مړینو کچه ورځ تربلې لوړیږي خو اوس هم پرې زیات خلک باور نه کوي


په پاکستان اؤ افغانستان کې د کرونا وایرس دلاسه دمړینو شمیره یو ځل بیا په داسې حال کې په لوړیدو ده چې زیاتره عام خلک په دغو دواړو هیوادونو کې تراوسه په کرونا وایرس باور نه کوي اؤ ددې وایرس نه د ځان ژغورلو دپاره د روغتیا پالانو سپارښتنې له نظره غورځوي.

په تیر یو شواروز کې دپاکستان دننه په کرونا وایرس ۵۴ اؤ په افغانستان کې نهه کسان په دې وایرس مړه شوي خو ددې ترڅنګ په زرګونو نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوی دی.

پاکستان کې په کرونا وایرس د څار د دولتي مرکز شمیرې ښایي چې په تیر یو شوارو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې درې زره اؤ ۱۱۳نور کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

تر اوسه په دې هیواد کې درې لکه ۸۹زره اؤ ۳۱۱ کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ اووه زره ۸۹۷ کسان پرې مړه شوي هم دي.

همدا شان افغانستان کې په تیرو ۲۴ؤ ساعتو کې ۲۲۶نورو کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی چې دې سره په دغه هیواد کې د کرونا دناروغانو شمیره ۴۵زرو ۷۱۶ته لوړه شوې ده.

دافغانستان د روغتیا وزات وایي په یو شواروز کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې نهه کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره د ټولو مړینو شمیره ۱۷۳۷ ته لوړه شوې ده.

د روغتیا وزارت چارواکو اندېښنه ښودلې چې که خلک احتیاط ونکړي نو افغانستان کې د کرونا وایرس د دوهمې څپې له امله تر یو لک پورې کسان په دې وایرس اخته کیدای شي.

دکرونا وایرس وړومبۍ څپې افغانستان کې ۲۵زرو پورې کسان ځپلي وؤ.

په پوله پرتو دې دواړو ګاوندي هیوادونو کې د کرونا وایرس په چټکتیا سره خوریدو روغتیا پالان اندېښمن کړي اؤ وایي چې که خلکو ددې وایرس نه د ځان خوندي کولو دپاره روغتیایي سپارښتنې په نظر کې ونه نیولې نو د ژمي په روان موسم کې به روغتونونه له رنځورانو ډک شي.

د پېښور دلېډي ريډنګ روغتون ډاکټر حضرت اکبر وایي چې د کرونا وایرس په دويمه څپه کې خلکو ته زيات احتياط پکار دی ځکه چې د تېر وخت په پرتله اوس د خلکو د مړيني کچه ډیره لوړه شوې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ډاکتر حضرت اکبر ویلي زیاته د اندېښنې خبره داده چې زمونږ خلک تر اوسه کرونا وایرس ټوکې ګڼي اؤ ګیرچاپیره په دې وایرس دخلکو داخته کیدو اؤ مړینو باوجود په دې وایرس باور نه کوي.

هغه وایي نن هم په بازارونو کې لیدل کیږي چې یوازې دوه فیصدو خلکو ماسکونه اچولي وي،دجراثیمو ضد سینیټائزر څوک نه کاروي اؤ نه هم د سماجي واټن خیال ساتي چې دا یو ډير خطرناک صورتحال دی.

هغه وویل که چرې ددې وایرس په دوهمه څپه کې خلکو داحتیاط څخه کار وانه خستو نو دناروغانو شمیره به دومره سیوا شي چې په روغتونونو کې به نه ځائیږي.

کابل کې د کرونا وایرس دناروغانو په علاج بوخت داکټر میرویس نعیم بیا وایي افغانستان کې په کرونا وایرس داخته ناروغانو شمیره تر هاغې شمیرې ډيره لوړه ده چې په رسنیو مخې ته راځي .

وي او ای ډيوه ته ډاکټر میرویس وویل “دلته که ډیر خلک په ځان کې کرونا دایرس علامات ویني نو ځان پرې غلی اچوي اؤ پر ځائ ددې چې خپل معائنات وکړي ، وایي په هسې تبه یا ټوخي اخته یم،یا مې هسې ستونی خوښیږي”

ډاکټر نعیم وایي “دغه خلک دخپلو کورونو د نورو خلکو سره یو ځائ پاتې کیږي اؤ هغوئ ته هم دا وایرس ورپورې کوي اؤ داسې مونږ ویلی شو چې که چرې په سمه توګه معائنات وشي نو د کرونا د ناروغانو اصل شمیره دهاغو شمیرو نه ډیره لوړه ده کومې چې تر اوسه مخې ته راغلي دي”

ډاکټران دا هم وایي چې کرونا وایرس د ژمي په موسم کې زیات خوریږي ځکه چې په دې موسم کې د سینې ناروغۍ سیوا کیږي اؤ کرونا وایرس د سینې ،شوګر اؤ بلډ پریشر د ناروغانو دپاره خطرناک ثابتیږي

XS
SM
MD
LG