لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:پولیس وایي "مقابله" کې یې پینځه وسله وال وژلي


پولیس وایي دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې یې پینځه وسله وال دیوې مقابلې په ترڅ کې وژلي اؤ دهغوئ څخه یې وسلې هم ترلاسه کړي دي.

دکراچۍ د ساوتهـ یا جنوبي سیمې د پولیسو مشر زبیر نزیر د جمعې په ورځ رسینو ته ته ویلي دغه پینځه وسله وال د ډیفنس په څلورم فیز کې د یثرب امام بارګاه ترڅنګ په یوه بنګله کې ناست وؤ اؤ غوښتل یې ډاکه ووهي.

هغه ویلي کله چې پولیس دهغوئ دنیولو په نیت سیمې ته ورسیدل نو دې وسله والو پرې ډزې کړي خو دپولیسو په ځوابي ډزو کې پینځه واړه وسله وال وژل شوي دي.

دپولیسو مشر زیاته کړې د وژل شوؤ د ولکې څخه وسلې هم ترلاسه شوي اؤ په سمدستي توګه داسې معلومیږي چې هغوئ د یوې سرائیکي جرائم پیشه ډلې غړي وؤ.

سرچینې وایي د وژل شوؤ پینځوؤ واړو کسانو مړيدکراچۍ جناح روغتون ته رسول شوي سیمې ته دپولیسو لوړ پوړي چارواکي هم رسیدلي دي.

په کراچۍ کې زیاتره مهال پولیس د مقابلو په ترڅ کې د ترهګرو اؤ ډاکوانو د وژلو دعوې کوي خو دبشري حقونو سازمانونه اؤ فعالین وایي چې په دغه ښار کې پولیس دعدالت ترشا يخپل سر کومې وژنې کوي نو اکثره هغې ته دپولیس مقابلې نوم ورکوي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد هم د کال ۲۰۱۸م په ۱۳م جنورۍ په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ چې وروسته ددې وژنې په سر په ګرد هیواد کې احتجاجونه شوي وؤ .

دنقیب مسید د وژنې پړه د هغه وخت دپولیس افسر راؤ انوار پغاړه اچول شوې وه اؤ په مطبوعاتو کې داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې راؤ انوار دپولیسو ۱۹۰ جعلي مقابلې کړي چې په کې دنقیب مسید په ګډون ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

دنقیب مسید د وژنې دعوه دهغه پلار په راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو کړې وه خو راؤ انوار اوس د محکمې څخه په ضمانت له بنده خوشې شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG