لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: په زرګونو پښتانه په غیرعدالتي توګه وژل شوي او اته زره بې درکه دي


واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن- په بلوچستان کې د هغه پر تګ د بندیز باوجود- په چمن کې جلسې ته وینا کړې او دعوه یې کړې چې په پاکستان کې "اته زره پښتانه په جبري توګه بې درکه" کړل شوي دي.

"زموږ غوښتنه دا نه ده چې ته یې را خلاس کړه، زموږ غوښتنه دا ده چې عدالت ته یې وړاندې کړه، عدالت دې فیصله وکړي که مجرم وي سزا ورکړه او که جرم یې نه وي کړی بېګناه وي را خلاس یې کړه".

د پاکستان مرکزي او صوبایي حکومتونو تر اوسه د جبري بې درکه خلکو په اړه پښتون ژغورنې غورځنګ شمېر نه دی تایید کړی.

منظور پښتین په لومړي ځل په داسې حال کې تېره شپه له کراچۍ چمن ښار ته تللی، چې د بلوچستان حکومت یې صوبې ته پر ورتګ بندیز لګولی دی. منظور پښتین په چمن کې د تښتول شویو تاجرانو د را خوشي کېدو غوښتنه هم وکړه او د 2020م کال د جولای میاشتې پېښې ته یې اشاره وکړه چې د امنیتي ځواکونو په ډزو عام خلک و وژل شول او ټپیان شول:

"د دې ښار په دروازه [بابِ دوستي] روزانه پښتانه دردول کېږي او د دې ښار پر کاروبار هره ورځ ایمرجنسي نافذه وي او د خلکو له کاروباره په ګېټونو غلاګانې کېږي، د چمن په ګېټ به داسې ورځ شهیدان وشول چې خلکو د خوشالۍ تیارۍ کولې".

منظور پښتین تور پورې کړی چې د پاکستان په آیین کې چې خلکو ته کوم حقوق ورکړل شوي هغه پښتنو ته نه ورکول کېږي خو د خپلو حقونو لپاره بیا د همدې آیین په بنیاد سزا ورکول کېږي. پښتین دعوه وکړه چې په پاکستان کې ګڼ شمېر پښتانه په غیرعدالتي توګه وژل شوي دي:

"په زرګونو پښتانه له عدالته ماورا و وژل شول، د کوټې له وکیلانو د فاټا تر بمبارۍ، د اې پي ایس تر شهیدانو، تر نقیب، طاهر داوړ، ارمان لوڼي او عارف وزیر پورې د پښتنو وژنه ماورای عدالت روانه ده".

د پاکستان امنیتي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا ډول دعوې تل رد کړې دي.

منظور پښتین بیا په تکرار سره وویل چې پښتانه په پاکستان کې بل هیڅ نه غواړي بلکې سوله ییز ژوند غواړي او پر خپله خاوره د جنګ خاتمه غواړي خو وایي بیا هم د دوی دغه د غوښتنې لهجه سخته ګڼل کېږي:

"د پښتنو وران ښارونه، د باجوړ د لوی سم بازار نخښه نه ده پاتې، د باړې کاروبارونه ختم شول، میرانشاه بازار یې ټول هوار کړ، د جنډولې په بازار پارک جوړ دی، یوې خواته زموږ ړنګ کورونه او ړنګ بازارونه بل طرف ته په اسټرېلیا کې د جنرل کیاني جزیرې، بل طرف ته د دوی بنګلې او عیش و عشرت، زموږ په وینو دوی ډېرې ډالرې وګټلې".

د بلوچستان حکومت او د چمن انتظامیې تر اوسه د پي ټي ایم د جلسې او د منظور پښتین د ورتګ په اړه څه نه دي‌ ویلي، خو تر دې وړاندې حکومت او امنیتي ادارو دا تحریک د ریاستي ادارو په ضد د خلکو په پارولو تورن کړی او په ضد یې مقدمې درج کړې دي.

د مشال رېډیو د رپوټ له مخې د نومبر پر 26مه د بلوچستان صوبايي حکومت په چمن کې د هغو کورنیو خپلوانو ته مالي مرستې ووېشلې چې د جولای میاشتې پر ۳۰مه نېټه پر چمن-بولدک دروازه د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د یوې مېرمنې په ګډون پینځه تنه وژل شوي او 22 نور ژوبل ول.

د بلوچستان حکومت د وژلي تن لپاره 15 لکه روپۍ او د ژوبل هغه لپاره پینځه لکه روپۍ مرسته اعلان کړې وه چې د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیا لانګو په خپل لاس د 79 لکه روپیو چیکونه اغېزمنو کورنیو ته ووېشل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG