لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې دوه چاؤدنې شوي، اووه تنه ژوبل


د افغانستان پلازمينه کابل کې نن د خالي/ شنبې په ورځ دوه چاؤدنې شوي لږ تر لږه اووه تنه پکې ژوبل شوي دي. د کابل پوليسو د چاؤدنو او پکې د ژوبلو خبر تاييد کړی دی.

د افغان رسنيو ترمخه د کابل پوليس ویلي دواړه چاؤدنې په ګاډو پورې نښلول شوؤ مقناطيسي بمونو د لارې شوي دي.

پوليس ويلي اوله چاؤدنه د کابل په 11 ناحيه کې شوې يو لېنډکروزر ګاډی پکې په نخښه شوی او څلور تنه پکې ژوبل شوي دي.

او بله چاؤدنه په شپږمه ناحيه کې شوې په موټر چاؤدنه شوې ده.

په سمدستي ډول د چاؤدنو زمه واري چا نه ده منلې.

دا چې په چاؤدنو کې څوک په هدف شوي؟ په دغه اړه کوم جزيات مخې ته نه دي راغلي.

د تېر شنبې په ورځ 21 نومبر په کابل کې د نامالومه لوري 23 راکټونه لګيدلي چې پکې 10 ملکي وګړي وژل شوي او 51 ژوبل شوي وو.

په راکټي بريدونو کې د مرګ ژوبلو خبر د افغان ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح تاييد کړی ؤ.

د روانې نومبر د میاشتې په اوومه نېټه هم په کابل کې په ګاډي پورې نښلول شوؤ بارودي موادو په چاؤدنه کې د پخواني خبريال یما سياوش په ګډون درې تنه وژل شوي وو.

له دغې وړاندې په دوېم نومبر په کابل پوهنتون بريد شوی 22 تنه پکې وژل شوي او 22 ژوبل شوي وو چې زياتره یې زده کوونکي وو.

داعش په پوهنتون د بريد زمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG