لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا وایرس پاکستان کې نور ۴۵ اؤ افغانستان کې ۱۲ کسان مړه شوي


دولتي شمیرې ښایي د تیر یو شواروز په مهال پاکستان کې ۴۵ اؤ افغانستان کې ۱۲نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ په زرګونو نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوی دی.

پاکستان کې په کرونا د څار د دولتي مرکز دشمیرو له مخې په تېرو څلېریشتو ساعتو کې دهیواد بیلابیلو برخو کې درې زره اؤ ۴۵ کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ۴۵ ددې وایرس دلاسه مړه شوي هم دي.

په پاکستان کې ټول ټال درېوؤ لکو،۹۲زرو اؤ ۳۵۶کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې درې لکه ،۳۷زره اؤ ۵۵۳ ناروغان بېرته جوړ شوي اؤ دا مهال ۴۶زره اؤ ۸۶۱کسان په دې ناروغۍ اخته دي.

همدا شان دافغانستان د روغتیا وزارت ویلي په تیر یو شواروز کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو ۱۲۱ کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ دولس کسان ددې وایرس دلاسه مړه شوي هم دي.

په افغانستان کې د کرونا وایرس له امله د مړو شوؤ کسانو شمیره ۱۷۵۲۰ ته لوړه شوې ده خو دوه ورځې وړاندې د روغتیا وزارت اندېښنه ښودلې وه چې که خلک احتیاطي تدابیر خپل نه کړي نو ویره ده چې تر یو لک بره کسان په دې وایرس اخته شي.

د کرونا وایرس وړومبۍ څپې په افغانستان کې تر ۲۵ؤ زرو پورې کسان ځپلي وؤ خو روغتیا پالان وایي د ډاکټرانو په سپارښتنو دعمل نه کیدو له امله ویره ده چې ددې وایرس دویمه څپه به زیات خلک وځپي.

د ډاکترانو د وینا له مخې کرونا وایرس د ژمي په موسم کې زیات خوریږي ځکه چې په دې موسم کې د سینې ناروغۍ سیوا کیږي اؤ کرونا وایرس د سینې ،شوګر اؤ بلډ پریشر د ناروغانو دپاره خطرناک ثابتیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG