لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ:جرګه کې په ډزو اته کسان وژل شوي،دوه ژوبل


پولیس وایي دصوابۍ په وړوکي لاهور سیمه کې د زمکې دملکیت دشخړې دهواري په موخه د راجوړې شوې جرګې په مهال د دوؤ کورنیو تر منځ ډزو کې اته کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د وړوکي لاهور د پولیس ټاڼه کې د درج کړل شوي ایف ایي ار له مخې دغه پېښه دخالي په ورځ د یارحسین اؤ وړوکي لاهور سیمو سره د تړاؤ لرونکو دوؤ کورنیو ترمنځ ترمنځ هغه مهال شوې ده کله چې د دواړو خواؤ ترمنځ جرګه کې خبرې ترخې شوې.

پولیس وایي دا دواړه کورنۍ خپلو کې عزیزان دي اؤ دیو پټي دملکیت په سر یې لانجه لرله چې تیره ورځ ددې لانجې دختمولو په موخه سیمه کې دقامي اسمبلۍ دیو پخواني غړي سردار علي په حجره کې جرګه راټوله شوې وه.

دپولیسو د وینا له مخې په دغه جرګه کې د دواړو خواؤ کسانو وسله په لاس برخه اخستې وه اؤ کله چې په جرګه کې د دواړو خواؤ ترمنځ خبرې ترخې شوې نو په یو بل یې ناتاره ډزې پیل کړې .

دپولیسو لخوا د درج کړل شوي ایف ایي ار له مخې په دې ډزو کې دعبیدخان،سکندرخان،وقاص خان،اکمل خان،عبیدالله،سعیدالرحمان اؤ ناصر خان په نومونو اته کسان وژل شوي اؤ دوه کسان نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي په وژل شوؤ کې د پینځوؤ کسانو تړاؤ دیوې اؤ د درېوؤ نورو دبلې کورنۍ سره دی.

په خیبر پښتونخوا کې زیاتره مهال د زمکو اؤ نورو تنازعو دهواري په غرض جوړیدونکو جرګو کې دغسې نښتې کیږي چې پکې تر دې مهاله دفریقینو ترڅنګ ګڼو عامو خلکو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

سږکال د جولایي په ۲۹مه هم په بر دیر سیمه کې د زمکې د ملکیت پسر د دوؤ کورنیو ترمنځ نښته کې نهه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

همدغه شان په ۱۸م اګست د کوز دیر په ګوسم سیمه کې دیوې جرګې په مهال دوؤ مخالفو ډلو ترمینځ ډزې شوي وې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG