لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملتان:پولیسو دپي ډي ایم فعالینو نه دجلسې میدان په زوره خالي کړی دی


دپنجاب په ملتان ښار کې د دوشنبې په ورځ دحکومت مخالفه ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم لخوا دکېدونکې جلسې نه وړاندې دجلسې په میدان کې پولیسو داپوزیشن ګوندونو فعالین اؤ مشران په کوتکونو وهلي اؤ دجلسې میدان یې ترې خالي کړی دی.

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وایي حکومت په اپوزیشن برید کړی خو پي ډی ایم به په هر صورت ملتان کې دګل په ورځ خپله جلسه کوي.

پاکستاني رسنۍ وایي دخالي اؤ اتوار په منځ شپه ګڼ شمیر پولیس په ملتان کې دجلسې مقام قاسم باغ ته ورغلي اؤ دجلسې دمیدان څخه یې دپخواني وزیراعظم یوسف رضاګیلاني دځوئ علي قاسم ګیلاني په ګډون تر۳۰ؤ پورې مشران اؤ فعالین نیولي دي.

دجلسې نه وړاندې وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه د حکومت یو شمیر نورو وزیرانو ویلي وؤ چې دکرونا وایرس خوریدو له امله مخالفو ګوندونو ته دجلسو اجازه نه شي ورکولی اؤ که څوک د سپارښتنو په نظرانداز کولو سره د ولس ژوند په خطره کې اچوي نو په ضد به یې مقدمې جوړولی شي.

دپاکستان پیپلز ګوند مشربلاول بوټو زرداري داتوار په یوه ویډیو هم پخپله ټوئټر پاڼه خپره کړې چې پکې لیدل کیږي پولیسو دپخواني وزیراعظم یوسف رضاګیلاني ځوئ قاسم ګیلاني دجلسې دمیدان نه نیولی اؤ په سوکانو یې وهي

داپوزیشن مشرانو ویلي هغوئ به په هرحالت کې د دوشنبې په ورځ دملتان په قاسم باغ کې جلسه کوي خو دملتان ضلعي انتظامیې دجلسې نه څو ورځې وړاندې قاسم باغ ته غځېدلې ټولې لارې په کینټینرو تړلې وې.

پاکستاني رسنۍ وایي دپي ډي ایم په سوؤنو فعالین دجلسې نه دوه ورځې وړاندې قاسم باغ ته په رسیدلو کې بریالي شوي وؤ اؤ دپولیسو لخوا لګول شوې کینیټینرې یې دلارو څخه پورته کړې وې.

دخالي اؤ اتوار په منځ شپه کې دملتان دپولیسو دمشر یا سي سي پي اؤ حسن رضا په مشرۍ کې ګڼ شمیر پولیس دجلسې مقام قاسم باغ ته ورغلي اؤ رسنۍ وایي دجلسې میدان یې دپیپلز ګوند دفعالینو څخه په زور خالي کړی دی.

دمیدان خالي کولو په مهال پولیسو د مخالفو ګوندونو فعالین په کوتکونو هم وهلي اؤ دجلسې دپاره راوړل شوې کرسۍ اؤ نور سامانونه یې دجلسې دمیدان نه ویستلي دي.

رپورټونه وایي چې پولیسو دپخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني د ځوئ علي قاسم ګیلاني په ګډون تر ۳۰ؤ پورې فعالین نیولي اؤ‌ دهغوئ په ضد یې مقدمې جوړې کړې دي.

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پي ډي ایم په فعالینو دپولیسو دتشدد اؤ دهغوئ دنیونې په سختو ټکو غندنه کړې ده اؤ وایي حکومت یو ځل بیا پخپلو سیاسي مخالفینو برید کړی دی.

په ټوئټر هغه لیکلي حکومت که هر څه وکړي خو پي ډي ایم به په ۳۰م نومبر ملتان کې خپله جلسه ارو مرو کوي.

هغه حکومت ته خبرداری ورکړی چې که ملتان کې یې دپیپلز ګوند دفعالینو په ضد تیری وکړو نو انجام به یې ښه نه وي اؤ دغه ګوند به بیا د هیواد په هر ګوټ کې په احتجاجونو لاس پورې کړي

دپولیسو لخوا اپوزیشن ګوندونو څخه دجلسې دمیدان خالي کولو وروسته دپي‌ ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان هم ملتان ته رسیدلی ا‌ؤ ټاکل شوې ده نن ددغه ائتلاف دنورو ګوندونو مشرانو سره په پیدا شوي تازه صورتحال خبرې اترې کوي اؤ دسبانۍ جلسې په اړه به خپله تګلاره اعلانوي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر ښاغلي شبلي فراز ویلي اپوزیشن ګوندونه خپل غرض په مخه راخستي اؤ دې ته نه ګوري چې کرونا وایرس یو خطرناک شکل خپل کړی اؤ دداسې جلسو سره دا وایرس دخلکو ژوند نور هم دګواښونو سره مخ کولی شي.

د یو شخصي پاکستاني ټي وي په پروګرام کې شبلي فراز ویلي داپوزیشن په جلسو په حکومت هیڅ فرق نه پریوځی خو دا وخت دجلسو نه بلکې د ولس د روغتیا دپاره دګامونو اخستلو دی.

مخالف ګوندونه بیا تور لګوي چې د کرونا وایرس په نوم اخستو حکومت داپوزیشن د احتجاجي تحریک مخه نیول غواړي

XS
SM
MD
LG