لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: ځوانانو د نشه يي توکيو د مخنيوي دپاره احتجاجي لاريون کړی


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې ځايي ځوانانو د نشه يي توکيو د مخنيوي دپاره احتجاجي لاريون کړي او غوښتنه يې کړې چې په علاقه کې دې د نشه يي توکيو د کاروبار مخنيوي وکړی شي.

په ټانک د بېټني ځوانانو په نوم تنظیم چې دغه احتجاجي لاریون يې تابيا کړی د لاریون يو ګډون وال افتخار اېډوکېټ تور لګوي چې په صوبه کې ورګډې شوې قبايلي علاقې اېف ار ټانک سره په پوله د ټانک ضلعې کومې علاقه پرته ده هلته په هر کور کې د نشه يي توکيو کاروبار روان دی.

هغه وويل دغلته چرس، هېروئن او ايس خرڅول کيږي، د علاقې نوی ځوان کُول د دې د نشه يي توکيو ښکار کیږي او په حکومتي کچه يې هیڅوک تپوس نه کوي.

هغه زياته کړه د احتجاجي لاريون د لارې حکومت ته ښکاره کول غواړي چې د علاقې ځوانان غوښتنه کوي چې نوی کُول د دې ناسور څخه وژغوري او د نشه يي توکيو د کاروبارونو پرضد دې کلک ګامونه پورته کړي.

بل ځوان همدان بېټنی وايي دوی د دغه احتجاجي لاريون د لارې بنيادي څلور غوښتنې لري، اولنۍ غوښتنه دا کوي چې په علاقه کې دې حکومتي عملداري په ځای شي، دوېمه دا چې په علاقه کې د پوليس چوکۍ او تاڼې جوړې شي، درېمه: د نشه يي توکيو د کاروباريانو پرضد دې ګامونه پورته کړی شي او دغه خلک دې د قانون منګولو ته راوستی شي.

هغه وويل دوی څلورمه غوښتنه کوي چې د قبايلي ضلعو سره په پوله دې د پوليس سره د اېف سي/ ملېشې ځواک هم په ځای کړی شي چې علاقې ته د نشه توکيو د راوړو مخنيوی وشي.

په ياد لاريون کې زیاتره ځوانان ؤ چې د لسګونو په شمېره کې ؤ، او په لاريون کې زده کوونکي، سياسي غړو او مدني فعالانو ګډون کړی دی.

د ټانک ضلعې د پوليس مشر [ډي پي او] سجاد صاحب زاده وايي هغه د ځوانانو د دغه لاريون هرکلی کوي چې د نشه يي توکيو پرضد راوتلي دي او زياتوي دوی په خپله هم هڅه کوي چې د نشه يي توکيو مخنيوي وکړي.

هغه تاييدوي چې په علاقه کې د نشته توکيو کاروبار کيږي، خو دوی ته په علاقه کې د عملياتو په وخت غټه ستونزه دا رامخې ته ده چی دوی کله هم د نشه توکیو د کاروباريانو پرضد عمليات کوي علاقې ته ځي نو بيا د علاقې خلک د دوی سره په جګړه کيږي.

پوليس افسر وويل دوی د علاقې د ځايي خلکو نه غوښتنه کوي او مرسته ترې غواړي که د علاقې خلک د نشه توکيو د کاروبار په مخنيوي کې د پوليس مرسته وکړي دوی کولی شي چې علاقه د دې رنځ نه خلاصه کړي.

پوليس افسر وايي دغه لاريون ښکاره کړه چې په علاقه کې ځوانان د نشه يي توکيو پرضد راووتل د دې سره به د پوليس ځواک حوصلې لوړې شي او تمه لري چې اوس به پوليس هم په ډاډه د نشه يي توکيو د کاروباريانو پرضد عمليات وکړي او دغه هڅه به روانه ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG