لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د غېر دولتي ادارو تړل په ځانګړي ډول په قبايلي ضلعو څه اغېزې لري؟


د خېبرپښتونخوا حکومت د تير کال راهسې په صوبه کې نزدې په پينځه زره غېر دولتي ادارو [اېن جي اوز] کې نزدې د څلورو زرو پورې ادارو اندارج يا رجسټرېشن ختم کړی دی.

ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله ویلي چې د ترهګرو د مالي سرچینو او د پېسو غېرقانوني‌ انتقال د څار نړیوالې ادارې [اېف ای ټي اېف] د فشار له امله حکومت په کال 2019 کې د غېر دولتي ادارو د رجسټرېشن څيړنې پېل کړې وې.

د ورځپاڼې ترمخه د تير کال راهسې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ټولنيزې خېرښېګړې سرکاري څانګې سره 3838 او د صوبې د صنعتونو د څانګې سره 1097 غېر دولتي ادارې رجسټرډ وې، خو د خېرښېګړې څانګې 3030 او د صنعتونو څانګې د 821 ادارو رجسټرېشنې ختمې کړي دي.

په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو کې په غېر دولتي ادارو کې کار کوونکی مبشر محبوب وايي هغه د ملکي او نړيوالو غېر دولتي ادارو سره په باجوړ، دير، کرمه او وزيرستان کې کار کړی دی.

وايي دا ادارې د ژوند په ټولو برخو کې او په ځانګړي ډول په شاته پاتې سيمو کې په بنيادي اسانتياؤ پېسې خرڅ کوي لکه د صحت، تعليم او پرمختيا سره د پاکو اوبو په برخو کې زيات کار کوي.

هغه وويل دا ادارې بيا هغو علاقو ته رسايي کوي چرته چې حکومت رسايي نه لري.

مبشر محبوب زياتوي د دې ادارو د رجسټرېشن ختمولو يا بندولو سره نه يواځې شاته پاتې سيمې د پرمختيا نه بې برخې شي بلکې په دغو ادارو کې کار کوونکي هم بې روزګاره شي.

ورسره نوموړي دا تور هم ولګوؤ چې د اېف ای ټي اېف د شرطونو په اړ کې بيا د ادارو غلط استعمال هم کيږي او دا ادارې او فنډونه يې په ځايي کچه د شخصي ګټو دپاره کارول کيږي ځينې حکومتي مامورين او چارواکي په دې کار کې لاس لري.

خو د خېبرپښتونخوا د خېرښېګړې د سرکاري اداری يو چارواکی چې نوم نه ښکاره کول غواړي وايي د اېف ای ټي اېف د شرطونو وروسته په دوی فشار سېوا شوی او د مرکزي حکومت نه ورته لارښوونه شوې ده چې د ملکي او نړيوالو ټولو غېر دولتي ادارو څيړنه وکړي چي دوی ته فنډ د کومه راځي او خرڅ کيږي چرته؟ او ټولې اړونده خبرې.

هغه وویل دوی ته ویل شوي چې کومې ادارې اسناد نه لري او په شرطونو پوره نه خيژي د دوی رجسټرېشن ختم کړي او دوی ته تر دې حده ويل شوي چې د دغو ادارو پرضد مقدمه درج کړي خو وايي داسې لا نه دي شوي.

هغه وويل د ادارو د بيا رجسټرېشن عمل روان دی او چې څوک په شرطونو پوره خيژي هغو ته د کار کولو اجازه ورکول کیږي.

نوموړی چارواکی وايي چې چرته هم څوک د غېر دولتي ادارو فنډونه په خپلو شخصي ګټو کاروي دوی ته ويل شوي چې هغه په نظر کې وساتي، او د خلکو د خېرښېګړې دپاره کارېدونکې پېسې بې ځايه ونه کاريږي.

پاکستان د کال 2018 د جون د میاشتې راهسې د اېف ای ټي‌اېف په خړ فهرست کې ساتلی شوی دی.

اېف ای ټي‌اېف د تیر اکتوبر په مياشت کې د درې ورځنۍ غونډې وروسته ویلي ؤ پاکستان ته يې د عمل کولو لپاره د 27 نکتو پلان کتنه کړې او ویلي يې ؤ چې پاکستان ددغه پلان په ټولو ګامونو کې پرمختګ کړی او په 21 نکتو باندې یې عمل کړی دی.

د پاکستان د صنعتونو مرکزي وزير حماد اظهر ويلي ؤ پاکستان د اېف ای ټي اېف په کاري پلان کې متاثرکن پرمختګ کړی او د پرمختګ د نکتو سره په پاتې شپږو باندې هم د يو حده پورې شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG