لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د راتلونکي کال لپاره د 35 اربه ډالرو بشري مرستې غوښتنه کړې


واشنګټن ــــ ملګرو ملتونو په داسې حال کې چې کرونا وایرس ګڼ شمېر هېوادونه له اقتصادي کمزورۍ سره مخ کړي، له نړیوالو د راتلونکي کال لپاره د بشري روغتیایي مرستو په برخه کې د 35 اربه ډالرو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري انتونیو ګوتېریس د نهې- سه شنبې په ورځ پخپله یوه ریکارډ شوي پیغام کې ویلي "جګړې، موسمي بدلون او کورونا وایرس له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی انساني بحران پیدا کړی دی".

ښاغلي ګوتېریس پر مرسته کوونکو هېوادونو ږغ کړی له هغو هېوادونو سره دې مرسته وکړي چې "د مجبورۍ په ډېر تیاره حالت کې" له ستر خطر سره مخ دي.

ملګري ملتونه وایي په نړۍ کې دا مهال د بشري مرستې اصل اړتیا تر دې هم لوړه ده، وایي دا مهال د نړۍ 235 میلینه کسان یا په هرو 33 کسانو کې یو تن مرستې او ژغورنې ته اړتیا لري. وایي په دې کې د 2020م کال په نسبت 40 فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د امریکې د جان هاپکینز پوهنتون د شمېر له مخې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې 63 میلینه کسان په کرونا وایرس اخته دي، چې په هغوی کې تقریباً یو نیم میلین کسان مړه شوي او په دې مهال د لاک ډاون له کبله په سلګونه میلینه کسان بې روزګاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري ښېګړې د څانګې مشر مارک لوکاک د نهې- سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا یواځې دغه زیانمنه ناروغي نه ده بلکې په زیاتو لوېدلیو هېوادونو کې اقتصادي اغېز دی چې خلک یې ځپلي دي:

"د خوراکي شیانو د بیو زیاتوالی، د ګټې وټې کمښت، د بهرنیو پیسو نه راتګ، د وېکسین د کمپېنونو ځنډېدل، د سکولونو بندېدل دې هر څه په غریبو هېوادونو کې غریب خلک وځپل چې دا تر بل هر وخت سخت حالت دی".

ملګرو ملتونو مخکې له مخکې خبرداری ورکړی چې را روان کال په اوو هېوادونو کې د نړیوالو له مرستې پرته لوږه شدید حالت ته رسېدای او کاختي راتلای شي. وایي په دغو هېوادونو کې افغانستان، بورکینافاسو، کانګو، ایتوپیا، نایجېریا، جنوبي سوډان او یمن شامل دي.

ملګرو ملتونو دوې اوونۍ وړاندې په دغو هېوادونو کې د حالت د خرابېدو د مخنیوي په خاطر له خپلې بیړنۍ بودیجې څخه 100 میلینه ډالره جاري کړې، خو وایي په لسګونو نور هېوادونه لا هم له ستونځو سره مخ دي او زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري ښېګړې د څانګې مشر مارک لوکاک وایي، له 1990مو کلونو را وروسته دا لومړی ځل دی چې غربت په نړیواله کچه مخ په زیاتېدو دی او د لسګونو کلونو پرمختګ یې د پرشاتګ پر لور له خطر سره مخ کړی دی.

"تر څو چې له غریبو هېوادونو سره مرسته نه وي شوې، له دې وبا څخه د هغوی خلاسون به اوږدمهالی او ګران وي او دا دغو هېوادونو ته ناارامي او ګډوډي راوستلای شي".

ښاغلی لوکاک وایي که څه هم شتمن هېوادونه له دې سره دلچسپي نه لري او 35 اربه ډالره ډېر لوی شمېر دی خو وایي د نړۍ شتمنو ملتونو د خپل اقتصاد لپاره په کربونو ډالر لګوي چې خپلې ټولنې په پښو ودروي.

"څنګه چې موږ د دې ستونځمن کال پای ته رسېدونکي یو، موږ د نړیوالې ټولنې په توګه دا دوې خوښې په مخ کې لرو: آیا موږ اجازه ورکوو چې دغه وبا زموږ د لسګونو کلونو پرمختګ له سره کړي او که موږ اوس د دې څه چاره کوو؟".

د ملګرو ملتونو د بشري ښېګړې څانګه وایي په 2020م کال کې یې په 25 هېوادونو کې له تقریباً 100 میلینه کسانو سره مرستې کړې دي. ملګرو ملتونو سږ کال د بشري مرستو او د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو 39 اربه ډالره غوښتې وې، چې د نومبر تر پایه یې یواځې 22 اربه ډالره تر لاسه کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG