لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړینو سېوا کېدو لړۍ روانه ده، نور 75 تنه مړه شوي


په پاکستان کې د کرونا وبا څخه د مړینو شمېرې ورځ تر بلې سېوا کيږي او په ملک کې په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا څخه نور 75 تنه مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه له دې وړاندې په 30 نومبر 67 او 29 نومبر په کرونا وایرس اخته 40 تنه مړه شوي وو.

په پاکستان کې له دې وړاندې په لسمه جولايۍ 75 تنه مړه شوي وو له دغې وروسته دا شمېرې مخ په ټيټېدو روانې شوې او پينځه مياشتې وروسته دا شمېرې بيا 75 ته ورسېدې.

چارواکي وايي په ملک کې د کرونا دوېمه چپه په تېزۍ سره روانه ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې نور 2829 کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.

د دې ترڅنګ ويل شوي په ملک کې 2244 کسان په وېنټيلېټرو پراته دي يا روغتيايي حالت يې سخت دي.

په سرکاري وېب پاڼه د ورکړی شوؤ شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې نور 79 کسان سخت شوي دي.

په پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته شوؤ شمېره د څلور لکه نه اوړېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې په څلور لکه 3311 کسانو کې د کرونا وايرس تاييد شوی او ويل شوي درې لکه 45 زره 365 ترې ښه شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG