د پاکستان د کرکټ لوبډله چې د نيوزي لېنډ په سفر ده، بل لوبغاړی يې په کرونا وایرس اخته شوی چې ورسره د لوبډلې اتم لوبغاړی ګرځېدلی چې د کرونا وايرس ښکار شوی دی.
خبري ادارې [ای اېف پي] د نيوزي لېنډ د صحت چارواکو له قوله دغه خبره کړې ده.
له دې وړاندې هم په تيره اوونۍ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې اووه لوبغاړو ته د کرونا وايرس پورې کېدو ویل شوي وو.
ویل شوي لوبغاړي قرنطين کړی شوي او منع کړی شوي چې د يو بل سره به نه يو ځای کيږي.
د کرکټ لوبډلې سره ټول 53 کسان د نيوزي لېنډ په سفر دي او په 24 نومبر نيوزي لېنډ ته رسېدلي دي.
د نيوزي لېنډ د سفر نه وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي د سفر نه وړاندې د لوبغاړو او دهغو سره په سفر تلونکو ټولو کسانو د کرونا معاينې شوې وې.
د پاکستان کرکټ لوبډله نيوزي لېنډ ته د شل اووريزو او پينځه ورځنيو سياليو دپاره په سفر ده.
د راپور ترمخه چارواکو ويلي په کومو لوبغاړو کې چې د کرونا وايرس مالوم شوي 14 ورځې به قرنطين وي د هغې وروسته به يې بيا معاينه کولی شي.