لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسد دراني: موږ د مجاهدینو او طالبانو مرسته کړې ځکه چې هغوی بهرني ځواکونه ایستل


واشنګټن ــــ د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای پخوانی مشر اسد دراني پخپله یوه وروستۍ مرکه کې اعتراف کړی چې پاکستان له افغان "مجاهدینو او طالبانو" دواړو سره اړیکې پاللې او د هغوی مرسته یې کړې ده ځکه چې وایي هغوی "د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره جنګېدل".

اسد دراني له بي بي سي اردو سره په خپله مرکه کې ویلي، [د پاکستان] پالیسي دا ده چې موږ له بهرنۍ قبضې او بهرنیو ځواکونو پاک افغانستان غواړو، تر څو چې بهرني ځواکونه وي نو ځینې افغانان به یې په ضد خامخا جنګېږي. د افغان سولې بهیر په اړه اسد دراني ویلي:

"پاکستان تش دومره کولای شي چې که یې پر مجاهدینو یا طالبانو څه اغېز شته نو دا ورته ویلای شو چې تاسې له نورو سره تر خبرو وروسته هره فیصله کوئ موږ ته منظوره ده، پاکستان تر دې زیات څه کولای هم نه شي".

که څه هم د پاکستان وروستیو حکومتونو دا خبره رد کړې چې ګواکې دوی د افغان طالبانو مرسته کړې یا ورسره اړیکې لري، خو اسد دراني اعتراف وکړ او وایي پاکستان تل له افغان "مجاهدینو" او طالبانو سره اړیکې پاللې او د هغوی مرسته یې کړې ده:

"د [نړۍ له خوا] پر ټول فشار باجود موږ پر هغوی خپل اغېز هم ساتلی او اړیکې مو هم ورسره ساتلې، موږ خو څو واره د امریکایانو خبرې نه یواځې اورېدلې نه دي بلکې رد کړې مو دي، موږ ورته وویل دا زموږ ګاونډیان دي ضرور به یې ساتو".

د پاکستان سیاستوال پر پوځ تور لګوي چې په سیاست کې لاسوهنه کوي خو پوځ دا تورونه تل رد کړي دي. د ای ایس ای پخوانی مشر اسد درانی دا مني چې پوځ په سیاست کې لاسوهنه کوي او وایي دا د ملک لپاره تاواني کار دی:

"د پوځ مداخلت خو شته او خلک په دې خفه دي. دا چې پوځ دې په سیاست کې لاسوهنه وکړي یا دې یې ونه کړي دا هغه بحث دی چې تر ننه یوه اړخ ته نه دی تللی. تجربه همدا ده چې کله پوځ لاسوهنه کړې نو کوم سیاسي ګوندونه چې له هېواده بهر ساتل شوي هغه بیرته راغلي دي".

اسد درانی په 1988م کال کې د پاکستان د پوځي‌ استخباراتي ادارې ایم ای مشر وټاکل شو او تر هغه وروسته په 1990م کال کې د بلې استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر وټاکل شو. په 1993م کال کې تر ریټایر کېدو وروسته په جرمني او سعودي عرب کې د پاکستان د سفیر په توګه هم پاته شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG