لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شمالي وزیرستان کې د وژل شوي عبدالقدوس پلار وایي د زوی لپاره انصاف غواړي


واشنګټن ــــ تېره اوونۍ د شمالي وزیرستان په دېګان سیمه کې د وژل شوي ځوان عبدالقدوس پلار وایي، د زوی د وژنې لپاره یې څلور ورځې احتجاجي ناسته وکړه خو تر اوسه یې هم زوی د وژنې په ضد مقدمه نه ده درج شوې.

د مقدمې د نه درج کېدو په اړه وي او اې ډیوه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیق الله ګنډه پور ته په واټسپ پیغام پرېیښی خو نوموړي د پیغام پر کتلو باوجود هم څه جواب نه دی ویلی. د دته خېل پولیسو د عبدالقدوس د وژنې پېښه تایید کړې وه او د مقدمې لپاره یې د درخواست تر لاسه کولو خبر هم ورکړی وو، خو دغو پولیس چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي وو چې "دوی د پوځ په کار کې کار نه لري".

د عبدالقدوس پلار سید شفیق الرحمن د وي او اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، د زوی مړی یې څلور ورځې ایښی وو او نړۍ ته یې خپل فریاد ورساوه خو بیا یې د سیمې د روایاتو له کبله زوی خاورو ته وسپاره او اوس به بیا د راتلونکي لپاره خپله تګلاره ټاکي:

"د زوی د وژنې مقدمې مې درج نه شوه، له آیین سره سم دې ده ته انصاف ورکړل شي، ځکه چې د اوولسو اتلو کلونو بچی وو، بېګناه قتل شو، اوس چې مو د سیمې او قبیلې د خلکو څه تګلاره وي هغه به خپلوو".

شفیق الرحمن وایي د دوی څلور بنیادي غوښتنې دي. یو دا چې ځوان زوی ته دې یې انصاف ورکړل شي، دویمه دا چې هغه ته دې "شهید پېکیج" ورکړل شي. درېیمه دا چې وایي هره پینځلسمه ورځ یې امنیتي عسکر کورونو ته ورځي د لټون عملیات کوي دا دې و درول شي.

څلورمه غوښتنه یې دا ده چې د دوی د کورنۍ درې کسان له تېر لوی اختر راهیسې له امنیتي ادارو سره بندیان دي، وایي که دوی کوم جرم کړی وي عدالت ته دې یې وړاندې کړي او که بېګناه وي خوشی دې یې کړي.

د عبدالقدوس پلار وایي زوی یې بېګناه وو او د کورنۍ د کوزدې یوې دستورې ته روان وو، چې پر لاره امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې کړې او وژلی یې دی. شفیق الرحمن وایي د سیمې پولیسو ته یې خواست کړی چې د زوی د وژنې مقدمه دې یې د سیمې د پوځي افسرانو په ضد درج کړل شي خو تر اوسه نه ده درج کړل شوې:

"یو بل بچی مې ورسره وو د هغه په موجودګي کې پوځیانو ورته ویلي لاسونه جګ کړئ، رڼا وه شپه خو نه وه، دوی لاسونه جګ کړي وو خو بیا یې هم ډزې ورباندې کړې وې، بچی مې هم بیا پوځیانو وړی وو او بیا یې موږ ته حال راکړ چې بچی مو یوسئ".

د عبدالقدوس د پلار د تور په جواب کې وي او اې ډیوه په سیمه کې له امنیتي عسکرو او د ایمېل له لارې د پوځ د اطلاعاتو له ادرې ای ایس پي آر څخه د دې پېښې پوښتنه کړې، خو تر اوسه یې جواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG