واشنګټن ــــ د امریکې دفاعي اداره وایي که د ولسمشر ټرمپ له اعلان سره سم د جنورۍ تر 15مې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر 2,500 ته را کم هم کړي خو په دې هېواد کې به خپلې دوې لویې اډې له ځانه سره وساتي.
افغان حکومت او طالبانو لا تر اوسه د پېنټاګان د دې اعلان په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبان تل پر دې ټینګار کوي چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.
د امریکې د پوځ مشر مارک میلې د شورو- چارشنبې په ورځ د واشنګټن په یوه څېړنیزه اداره بروکنګز انسټیټیوټ کې د خبرو په مهال په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمېر په اړه معلومات ورکړل.
د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې جنرل مارک میلې په خپلو خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې به خپلې دوې لویې پوځي اډې او "څو سټلایټ مرکزونه" له ځانه سره وساتي، خو جنرل میلې دغه اډې او هلته د پوځیانو شمېر نه دی په ګوته کړی.
دا مهال په افغانستان کې 4,500 امریکایي پوځیان پاته دي چې ولسمشر ټرمپ یې راتلونکې میاشت د کمولو اعلان کړی خو دا نه ده څرګنده چې د جنورۍ تر 20مې وروسته چې ښاغلی ټرمپ واک د امریکې نوي ولسمشر ته سپاري دا پرېکړه به عملي شي که نه.
د امریکې د پوځ مشر جنرل میلې دا هم وویل چې امریکایي پوځیان به په افغانستان کې د خپلو دوو لویو اډو د ساتلو تر څنګ خپلو دوو بنیادي کارونو ته هم دوام ورکړي، یو له افغان ځواکونو سره مرسته او بل د داعش او القاعده ډلو د ځپلو لپاره په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې برخه اخیستل.
جنرل میلې دا هم ونه ویل چې له افغانستانه د خپلو 2000 پوځیانو تر ایستلو وروسته به هلته کومې وړتیاوو وبایلي او نه یې دې پوښتنې ته جواب وایي چې آیا نوی منتخب شوی صدر جوبایډن به په دې اړه څه پرېکړه وکړه، هغه تش دومره وویل:
"له هغه وروسته څه کېږي، دا په نوې انتظامیې پورې اړه لري".
امریکا په داسې وخت کې په افغانستان کې د خپلو دوو غټو اډو د ساتلو اعلان کړی، چې طالبان او افغان حکومت په قطر کې د سولې د خبرو لپاره پر کړنلاره رضا شوي او ټاکل شوې زر به پر ایجنډو رسمي خبرې پیل کړي.