لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا په پاکستان کې نور 55  تنه مړه کړي


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس له امله نور 55 تنه مړه شوي او نور 3262 کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

د کرونا د تازه شمېرو په اړه په سرکاري وېب پاڼه خپرو شوؤ شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې کرونا وایرس ټول 8260 کسان مړه کړي دي.

ويل شوي په دې رنځ تراوسه پورې څلور لکه 10زره72 کسان په کرونا اخته شوي او درې لکه 50زره 305 کسانو ښه کېدو ترې ويل شوي دي.

دا وخت 2395 کسان د کرونا له امله سخت دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې په سيند صوبه کې رپورټ شوي چې شمېره يې يو لک 79زره240 ده.

په پنجاب کې کرونا وایرس يو لک 21زره 753 کسانو ته ورپورې شوي او خېبرپښتونخوا کې 48زره 264 کسان په کرونا اخته شوي دي.

خو کرونا وبا تر ټولو زيات کسان په پنجاب صوبه کې مړه کړي چې شمېره يې 3115 ده.

په سيند صوبه کې کرونا وایرس 2983 او خېبرپښتونخوا کې يې 1389 کسان مړه کړي دي.

په اسلام اباد کې د کرونا څخه 332 او بلوچستان کې 169 کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG