دپاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ته دغبن دوسیه کې سزا اورونکی داحتساب عدالت پخوانی جج ارشد ملک هم د کرونا وایرس له امله مړ شوی دی اؤ ټاکل شوې ده جنازه یې ددپنجاب په مندره سیمه کې کیږي.
په نزدې وختونو کې دپاکستان دننه دمهمو پرېکړو اورونکی دا دوهم جج دی چې په کرونا وایرس مړ شوی دی.
تر دې دمخه تیره میاشت دپېښور هائیکورټ مشر قاضي یا چیف جسټس وقار احمد سیټهـ هم په کرونا وایرس مړ شوی ؤ چا چې دپاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف ته ائین سره دغدارۍ په تور دمرګ سزا اورولې وه.
داحتساب عدالت دپخواني جج ارشد ملک دکورنۍ یو نزدې غړي ثمر ملک پاکستاني رسنیو ته د ارشد ملک د مړینې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې هغه دتیرې یوې اوونۍ راهسې دپینډۍ په یو شخصي روغتون کې د کرونا وایرس له امله په وینټي لیټر پروت ؤ.
داحتساب عدالت پخواني جج ارشد ملک په ۲۴م دسمبر کال ۲۰۱۸م کې پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ته دالعزیزیه په نوم دغبن دوسیه کې د اوؤ کالو دبند سزا اورولې وه اؤ دفلیګ شپ په نوم یوه بله دوسیه کې یې هغه بېګناه ګرځولی ؤ.
داحتساب عدالت جج ارشد ملک په ۲۴م دسمبر کال ۲۰۱۸م کې پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ته دالعزیزیه په نوم دوسیه کې د اوؤ کالو دبند سزا اورولې وه اؤ دفلیګ شپ په نوم یوه بله دوسیه کې یې هغه بېګناه ګرځولی ؤ.
احتساب عدالت دجج ارشد ملک ځېنې داعتراض وړ ویډیوګانې هم تیرکال په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې اؤ په مطبوعاتو اؤ ټولنیزو رسنیو کې سیاسي فعالانو اؤ څېړونکو هاغه مهال تورونه لګولي وؤ چې دنوموړي جج نه دا ویډیوګانې هاغو قوتونو جوړې کړې وې چې نوازشریف ته یې پرې سزا اورولې وه اؤ په دې ویډیو ګانو یې هغه بلیک میل کړی ؤ.
خو جج ارشد ملک په ځان لګول شوي تورونه بې اساسه بللي وؤ اؤ محکمې ته یې په یو حلفیه بیان کې ویلي وؤ چې هغه نوازشریف ته سزا د فشار په اساس نه ده اورولې.
ددغو لانجمنو ویډیوګانو مخې ته د راتلو په اساس تیرکال په دریمه جولایي هغه له نوکرۍ ویستل شوی ؤ.