لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یورپي اتحاد خپلو هېوادونو ته د پي ای اې په پروازونو بندیز نور هم پسې وغزاوه


واشنګټن ــــ یورپي اتحاد پرېکړه کړې چې خپلو غړو هېوادونو ته د پاکستان انټرنېشنل اېرلاینز (پي ای اې) پر ورتګ بندیز ته دوام ورکړي او د پاکستان د هوابازۍ له چارواکو یې غوښتي چې د تجارتي پایلټانو د لایسنسونو د جاري کولو عمل دې اصلاح کړي.

د یورپي اتحاد د هوابازۍ ادارې اي اې ایس اې د پاکستان د هوابازۍ د ادارې له خوا د پروازونو د خوندیتوب او لایسنسونو د شفافیت په برخه کې پر اخیستو ګامونو بې اطمیناني ښکاره کړې ده.

د پي ای اې پروازونه اوس نه یواځې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته بند شوي بلکې په پاکستان کې دننه یې هم پروازونه تر پخوا ډېر کم شوي او له کراچۍ بهر یې د سیند په نورو سیمو کې خپل ټول دفترونه بند کړي دي.

یورپي اتحاد د تېرې جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه وروسته له هغه د پي ای اې پروازونه له خپلو غړو هېوادونو بند کړل، چې د پاکستان د هوابازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان په پارلمان کې وویل د هېواد د 262 پایلټانو لایسنسونه جعلي دي.

تر یورپي اتحاد مخکې برتانیې او امریکې هم د پي ای اې پروازونه بند کړي وو او بلې خواته د کرونا وایرس له کبله هم د پاکستان سرکاري اېرلاینز پي ای اې ته لوی مالي زیان رسېدلی دی. د پي ای اې ویاند عبدالله حفیظ وایي:

"حکومت ته مو څو واره ویلي دي چې دا سنګینه مسئله ده که حل نه شوه نو مالي تاوان به مو نور هم زیات شي ځکه چې د پي ای اې زیاته ګټه برتانیې او یورپي‌ هېوادونو ته د پروازونو له کبله وه".

د هوابازۍ مرکزي وزیر چې د کومو پایلټانو لایسنسونه جعلي بللي وو، په هغوی کې د پي ای اې 141 پایلټان هم شامل وو، د پاکستان د هوابازۍ اداره وایي د پي ای اې په ګډون یې د ټولو هوایي کمپنیو د لایسنسونو د تصدیق کولو کار هم کړی خو یورپي اتحاد لا ترې ډاډمن نه دی.

په نومبر کې د خپرو شوو ځینو مطبوعاتي رپوټونو له مخې که د پاکستان د هوایي کمپنیو د پایلټانو د لایسنسونو عمل زر شفاف نه شي نو کېدای شي د نړۍ 188 هېوادونه یې پر پروازونو بندیز ولګوي.

XS
SM
MD
LG